روزګان کې د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر ښوونځیو ته د نجونو زده‌کوونکو د تلو په اړه پرونۍ څرګندونې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د پوهنې وزارت سرپرست دغه ولایت ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې کورنۍ نه‌غواړي اوسنیو شرایطو کې خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پوهنې وزارت د سرپرست څرګندونو ته په غبرګون کې یو‌شمېر نجونو زده‌کوونکو ویلي چې د زده‌کړو پر وړاندې یې یوازینی خنډ اسلامي امارت دی.

صنم کابل کې د یوه ښوونځي د اتم ټولګي زده‌کوونکې ده. نوموړې وايي چې کورنۍ ښوونځي ته د تلو اجازه ورکړې، خو په تېر یوه کال کې یې اسلامي امارت د زده‌کړو مخه نیولې ده.

نوموړې زیاتوي چې د ژوند ستره هیله یې له ښوونځي فراغېدل او د نړۍ غوره پوهنتون کې لوړې زده‌کړې دي.

بل‌خوا د یو‌شمېر نجونو زده‌کوونکو کورنۍ د پوهنې وزارت سرپرست پر څرګندونو نیوکې کوي او وايي چې دوی د ښوونځیو بېرته پرانېستو ته په تمه دي.

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن بیا وايي چې پکتیا کې د ښوونځیو بیاپرانېستلو لپاره د نجونو زده‌کوونکو لاریون دا وښوده چې کورنۍ له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو پرانېستو مخالف نه دي.

د پوهنې وزارت سرپرست څرګندونو ته د غبرګونونو په لړ کې د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم ویلي چې دغه هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل‌کېدو په تړاو  د اسلامي امارت د ظالمانه او خرابه کاره سیاست دوام د توجهې وړ نه دی.

د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر پرون روزګان ته د خپل سفر پرمهال په یوې غونډه کې ښوونځیو ته د نجونو زده‌کوونکو تلو، د ښوونکو معاشونو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې وې چې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

دا په داسې مهال ده چې څه باندې یو کال مخکې هغه مهال چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړ، ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر تګ بندیز لګېدلی دی.

د سلام‌وطندار ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

که څه هم اسلامي امارت په وار وار ویلي چې د نجونو ښوونځیو به بېرته پرانیزي، خو تراوسه یې خپله ژمنه نه ده عملي کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام