کابل کې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو نندارتون جوړ شو

نن په کابل کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون چې څلور ورځې به دوام کوي، پرانېستل شو. په دغه نندارتون کې هغه صنعتي او ودانیز توکي چې په کور دننه جوړ شوي، نندارې ته اېښودل شوي دي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولان د دغه نندارتون د جوړولو موخه د کورنیو محصولاتو پېژندل او ورته بازارموندنه یادوي.

د پوهنې وزارت سرپرست څرګندونو ته غبرګونونه؛ زده‌کوونکې: د زده‌کړو یوازینی خنډ مو ا.ا دی

روزګان کې د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر ښوونځیو ته د نجونو زده‌کوونکو د تلو په اړه پرونۍ څرګندونې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د پوهنې وزارت سرپرست دغه ولایت ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې کورنۍ نه‌غواړي اوسنیو شرایطو کې خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولېږي.

سیګار: د افغانستان ګاونډیو دغه هېواد سره سوداګري محدوده کړې

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار د دغه هېواد کانګرېس ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان ګاونډیو د ځینو اندېښنو له کبله دغه هېواد سره خپله سوداګري او ټرانزیټ محدود کړی. سیګار په دغه راپور کې ویلي، د ا.ا له واکمنېدو راهیسې افغانستان ته د توکو د لېږد رالېږد کچه له ۴۰ تر ۵۰سلنې کمه شوې ده.