د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نن په کابل کې د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانیست. په دغه نندارتون کې چې څلور ورځې به دوام کوي، هغه صنعتي او ودانیز توکي چې په کور دننه جوړ شوي، نندارې ته اېښودل شوي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د نړیوالې سوداګرۍ رییس عبدالقهار محمودي وايي، د دغه نندارتون د جوړولو موخه یې نه یوازې د کورنیو صنعتي، سوداګریزو، ودانیزو او تولیدي شرکتونو پېژندل دي، بلکې غواړي له لارې یې د کورنیو محصولاتو لپاره په کور دننه او بهر بازار ومومي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا څویم ځل دی چې په تېر یوه کال کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو لپاره نندارتونونه جوړېږي. که څه هم سوداګر او پانګه‌وال د دا ډول نندارتونونو جوړېدل بې‌ګټې نه بولي، خو په وینا یې، د کورنیو تولیداتو لپاره باید تلپاتې او باثباته نندارتونونه جوړ شي.

د پانګونې او سوداګرۍ خونې غړی خان‌جان الکوزی وايي، حکومت دې د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه پانګه‌والې او صنعت‌کارې ښځې چې تولید شوي توکي يې په دغه نندارتون کې ايښي وايي، د دوی د کار پر وړاندې ګڼې ستونزې شته او حکومت یې باید د حل لپاره لاس په‌کار شي.

یوه صنعت‌کاره فاطمه شېرزاد وايي، اسلامي امارت دې د ښځو لپاره یو تلپاتې ځای ومومي، څو خپل محصولات په‌کې په دوامداره توګه وپلوري.

یوه سوداګره رقیه هاشمي بیا برښنا د خپل کار پر وړاندې ستره ننګونه بولي او په وینا یې، په بازار کې کاروبار نه‌شي کولای او یوازې په نندارتونونو کې خپل تولیدات پلوري.

بله‌خوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، د افغاني محصولاتو او تولیداتو لپاره به په نږدې راتلونکې کې په متحده عربي اماراتو، چین او اوزبکستان کې نندارتونونه جوړ کړي.

د کورنیو تولیداتو او محصولاتو لپاره داسې مهال نندارتونونه جوړېږي چې هېواد کې بانکي سېسټم لا هم عادي حالت ته نه دی را ګرځېدلی او د سوداګرو کاروبار یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام