کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون په نوښت د هېواد د کورنیو تولیداتو د ترویج او پراختیا په موخه نن یو نندارتون پرانیستل شو چې دوه ورځې به دوام وکړي.

د یاد پوهنتون د مسوولانو په وینا، په دغه نندارتون کې د اقتصاد پوهنځي د نارینه او ښځينه زده‌کړیالانو ۴۰غرفو ته ځای ورکړل شوی چې لاسي صنایع، کورني او بهرني خواړه او تازه مېوې د نندارې او خرڅلاو لپاره په‌کې کېښودل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په خبره، له نندارتون څخه یې موخه له کوچنیو سوداګریو سره د زده‌کړیالانو بلدتیا او د کورنیو تولیداتو لپاره بازار موندنه ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد نندارتون تنظیموونکي له اسلامي امارت غواړي چې له هېواد څخه بهر باید د کورنیو تولیداتو لپاره د دغه شان نندارتونونو له لارې په پراخه کچه بازار موندنه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام