نن په کابل کې د اسلامي امارت او چینا_ټاون شرکت د استازیو له لوري د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ څخه د ملاتړ په موخه د چین هېواد د محصولاتو او ټکنالوژۍ لومړنی نندارتون پرانیستل شو.

 د چینا ټاون شرکت رییس یومني هاوس د دې نندارتون د پرانستلو پرمهال وویل چې دغه نندارتون په افغانستان د اقتصاد او پانګونې څخه د ملاتړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او ښو اړیکو د پراختیا په موخه جوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې چین د افغانستان صنعت څخه د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د ښارجوړونې وزارت سرپرست حمدالله نعماني د یاد نندارتون د پرانستلو مراسمو کې وویل چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د صنعت پراختیا او ملاتړ لپاره بنسټیز کارونه نه دي شوي او جګړه او ناامنۍ لامل شوې چې افغانستان د اقتصاد او صنعت له پلوه زیانمن شي.

په همدې حال کې یوه ښځینه سوداګره نفیسه دانش د دغه نندارتون جوړېدل، د هېواد اقتصاد بیارغونې لپاره ګټوره بولي او وايي، افغانستان د طبیعي سرچینو له اړخه بډایه هېواد دی او د صنعت په ملاتړ سره به افغانستان له اقتصادي پلوه په یوه شتمن هېواد بدل شي.

نوموړې له افغان سوداګرو غواړي چې هېواد ته راستانه شي او هېواد له اقتصادي پلوه په ځان‌بسیا کړي.

بل‌خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی احمدضیا عظیمي‌زاده د یاد نندارتون پرانسته د هېواد د صنعت څخه د ملاتړ په برخه کې مهم بولي او له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه وکړه چې له پانګوالو ملاتړ وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېد وروسته، یو‌شمېر افغان سوداګر له هېواده بهر تللي او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې کچه راټيټه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام