د فاریاب ولایت د صنعت او سوداګرۍ مسوولان وايي، د کرونا له کبله د فاریاب ولايت ۹۰ سلنه صنعتکارو ښځو خپل کارونه له لاسه ورکړي.

د ياد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس نصیر عظیمي وايي، په افغانستان کې د اوږدو جګړو له کبله د ګڼو کورنیو سرپرستي د ښځو پر غاړه ده خو د کرونا ویروس خپرېدل لامل شول چې د دغو سرپرستو ښځو کاروبار هم اغېزمن شي.

عظیمي زیاتوي، د فاریاب لاسي صنایع چې نړیوال شهرت لري، تر ډېره د ښځو په لاس جوړېږي او بازار ته وړاندې کېږي؛ خو کرونا ویروس دغه بازار له رکود سره مخ کړی.

د ده په خبره، هغه ۹۰ سلنه ښځې چې د ټغر او غالۍ اوبدلو په صنعت کې په کارونو بوختې وې، د کرونا ویروس خپرېدو له کبله یې خپل کارونه له لاسه ورکړي او اوس له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

مهرماه او ګلدانه د هغو دوو ښځو مستعار نومونه دي چې په تېره کې یې د ټغر او غالیو اوبدلو له لارې د خپل ژوند لګښتونه پوره کول؛ خو د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې وزګارې په کور ناستې دي.

دغه دوې ښځې وايي، له دې کبله چې اوسمهال ټغر او غالۍ بازار نه لري، هغوی هم نه‌شي کولای خپل محصولات بازار ته وړاندې کړي.

له دې وړاندې د فاریاب د محلي حکومت چارواکيو ویلي وو چې په نږدې راتلونکي کې به د ملي دسترخوان له لارې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د کرونا ویروس له کبله یې خپل کارونه له لاسه ورکړي؛ خو لاهم دغه مرستې نه دي وېشل شوي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام