د ۲۰۱۹ کال په پای کې د معمول په څېر یوشمېر خبري او تفریحي وېب‌سایټونو د هغو پېښو وړاندوینه کړې وه چې ښايي په ۲۰۲۰کې وشي. نږدې دغه ټول وېب‌سایټونه مې وکتل، هر هغه څه چې په دغه کال یې وړاندوینه شوې وه، له کورونا پرته ټول سم وو.

کورونا په ۲۰۲۰ کال کې ټوله نړۍ وځپله. کلونه وروسته نور نسلونه چې د تاریخ په اړه خبرې کوي، له شک پرته به ۲۰۲۰ د کورونا په نوم یادوي. په دغه کال کې ټول سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز پروګرامونه د کورونا تر سیوري لاندې راغلل.

د راپورونو له مخې، په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال په ۱۷مه د چین په هوبي ایالت کې پر کورونا ویروس یو کس اخته شو، خو د چین دولت د ډسمبر په اتمه په رسمي ډول په دغه هېواد کې د یوه نوي ویروس د خپرېدو خبر ورکړ.

په بېلابېلو هېوادونو کې د دغه ویروس له خپرېدو وروسته، دولتونو پرېکړه وکړه چې ښارونه کورنټین کړي چې دغه وضعیت د نړۍ اقتصاد له ننګونو سره مخ کړ. له یوه ښاره بل او له یوه هېواده بل ته د خلکو پر تګ‌راتګ بندیز ولګېده، الوتنې لغوه شوې او ګڼ‌شمېر کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړل.

کورونا او د  نړۍ اقتصاد

پر کورونا ویروس د اخته کسانو د شمېر په ډېروالي سره د نړۍ ستر بازارونه، لکه داو جونز، فوټسي او نیکي د سخت افت شاهدان وو. په ډېری هېوادونو کې مرکزي بانکونو د دغه افت په ځواب کې د بانکي سود بیه ټیټه کړه.

نړیوال بازارونه د دولتونو په لاسوهنې د کورونا ویروس د پېښو له کمېدو سره سم بېرته خپل حالت ته راوګرځېدل، خو د دغه ویروس دویمه څپه لامل شوه چې نړیوال بازارونه لا هم په ماتېدونکي حالت کې دي.

د کورونا ویروس خپرېدل د لومړنیو توکو د بیې لوړوالي لامل شول او ډلې ډلې خلک پر پلورنځیو او هټیو ور مات شول چې خوراکي توکي وپېري او ویې ساتي. د پېرلو لپاره د خلکو غوښتنې خپلې لوړې کچې ته ورسېدې او همدا لامل شوې چې د خوراکي توکو بیې لوړې شي.

په هېوادونو کې د وزګارتیا کچه لوړه شوه. د پیسو نړیوال صندوق د اعلان له مخې، په امریکا کې د وزګاره کسانو کچه له ۴ سلنې نه لوړه شوه. دغه وضعیت نړۍ ته وښوده کې چې د نړۍ د یوه ستر اقتصادي هېواد د ودې او پرمختګ دوره پای ته رسېدلې ده. په دې برخه کې د معلوماتو وړاندې کولو ډول توپیر لري، لکه فرانسه، المان او ایټالیا د کاري غوښتنو شمېرې خپروي، خو بریټانیا بیا د هغو کسانو شمېر خپروي چې د دولتي مرستو لپاره نوملیکنه کوي.

د پیسو نړیوال صندوق اعلان کړی چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د نړۍ اقتصاد درې سلنه ځوړ درلود. د دغه بانک په وینا، اوسنی ځوړ د ۱۹۳۰ کال له «ستر ځوړ» راهیسې تر ټولو بد هغه و.

د پیسو نړیوال صندوق ویلي چې اوسنی ناورین «د بل هېڅ ناورین غوندې نه دی»، خو تمه لري چې په راتلونکي کال کې به نړیواله وده ۵/۸ سلنې ته ورسېږي، البته هغه مهال چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په دویمه نیمايي کې د کورونا ویروس د خپرېدو کچه را ټیټه شي.

د کورونا ویروس خپرېدل لامل شول چې تګ‌راتګ او الوتنې ودرېږي. د ګرځندوی صنعت او هغه ته اړوندو خدمتونو سخت زیان لیدلی دی. هوايي شرکتونو خپلې الوتنې کمې کړي او پېرودونکو خپلې رخصتۍ او کاري سفرونه لغوه کړي دي. ډېری هېوادونو پر مسافرۍ محدودیتونه لګولي دي او ان خپلې پولې یې تړلې دي. دغه راز، په دغه کال کې د حج مراسم هم د سعودي عربستان له لوري لغوه شول.

د کورونا ویروس د خپرېدو او په کورونو کې د خلکو کورنټین کېدو د تېلو په اړه د خلکو غوښتنې هم کمې کړې. د خامو تېلو بیه چې مخکې هم د اوپک او روسیې ترمنځ د لانجې له کبله تر اغېزې لاندې راغلې وه، د کورونا له امله تر بل هر وخته کمه شوه.

د نړۍ  اقتصادي ځواک امریکا په کرونا د اخته شمېرو له  مخې لومړی ځای لري. په دغه هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېرې نږدې ۸۰ میلیونو ته رسېږي. د کرونا ویروس د اخته شویو کسانو دغه شمېرې له شک پرته د امریکا  پر اقتصاد هم اغېزه کړې ده.

دامریکا د مرکزي بانک مشر جرول پاول ویلي دي چې د امریکا اوسنی اقتصادي ناورین د ۲۰۰۸ زېږدېز کال مالي ناورین په پرتله ګواښمن دی.

د ۲۰۲۰ زېږدېز کال په وروستیو کې فایزر کمپنۍ د کرونا واکسین جوړ کړ، د ۲۰۲۰ زېږدېز کال د ډسمبر په ۲ مه په بروکسل کې اروپايي ټولنې دغه واکسین چې د دوه امریکایي کمپنیو فایزر او بیون تک ګډ محصول وو  د المان په ماینس کې ورته  د ګټې اخستنې اجازه ورکړه.

د بیون تک کمپنۍ مشر اوغور شاهین ویلي دي چې د دغه کمپنۍ تولیدي واکسین کولی شي په کرونا اخته کس  ۱۲ مياشتو لپاره خوندي وساتي. په هغه حال کې چې دغه کس د ویروس په وړاندې د بیا خوندیتوب اړتیا ولري کولی شي چې واکسین د دویم ځل لپاره وکاروي.

 

  کرونا او د افغانستان اقتصاد

افغانستان په تېرو دوه لسیزو کې له اقتصادي اړخه د پام وړ پرمختګ درلود، خو بیا هم د هېواد اقتصاد په بهرنیو مرسته کوونکيو پورې تړلی دی. کووېډ  ۱۹ ناروغۍ د نړۍ اقتصاد له  اغېزې لاندې راوستی او له شک پرته دغه وضعیت به له  افغانستان سره د بهرنیو مرستو پر کولو هم اغېزې ولري.

افغانستان د ۲۰۲۰ زېږدېز کال په «جنورۍ» کې له  نړیوالو مرسته کوونکيو څخه ۱۳ میلیارده ډالر مرستې راټولې کړې، که څه هم داځل درې ميلیارده ډالره مرستې کمې وې، خو بیا هم د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو  دغه نړیوالې مرستې کولی شي د افغانستان په اړه حیاتي رول  ولوبوي.

له بلې خوا د ښارونو قرنطین د دې لامل شوی چې ډېری هېوادوال خپلې دندې له لاسه ورکړي.

که څه هم  د کرونا  ویروس له خپرېدو سره یو شمېر هېوادونه قرنطين شول، خو په افغانستان کې دغه وضعیت توپیر لري، په نورو هېوادونو کې ښاریانو ته د قرنطین په موده خدمات د حکومت له لوري وړاندې  کېدل، خو په افغانستان کې  د حکومت له لوري د ښاریانو د ستونزو  د هواري لپاره هېڅ راز اقدام نه  دی کړی  چې له امله لوږه او بې روزګاري خپل  وروستي حد ته ورسېده. د غنمو او ډوډۍ د وېش پروګرام هم له ناکامۍ  سره مخ شو، او په‌کې  د پراخ فساد د کېدو راپورونه هم ورکړل شول.

په تازګۍ سره حکومت د بې‌وزلو کسانو د لاسنيوي په موخه د ملي دستر خوان پروګرام پیل کړی، خو وبه لیدل شي چې دغه پروګرام به په خپلو چارو کې تر  کومه بریده بریالی  وي.

 

۲۰۲۰؛ په افغانستان او نړۍ کې سیاست

له عبدالله عبدالله سره د ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ سیاسي هوکړه او د سولې د بین لافغاني خبرو پیل په  افغانستان کې د سیاست په ډګر کې تر ټولو مهمې پېښې وې.

د تېر کال د جدي  په وروستیو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون محمد اشرف غني د ولسمشریزو ټاکنو کټونکی  اعلان کړ، د هغه سیال عبدالله عبدالله د دغه اعلان په غبرګون کې هغه نا قانونه وبللې او ويې وویل چې د هغه ډله به ځانته حکومت جوړ کړي. د ټاکنو پایلو له اعلان درې اوونۍ  وروسته اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړو د لوړې مراسم ترسره کړل.

له څو مياشتو خبرو وروسته، ولسشمر غني او عبدالله عبدالله په ارګ د یو شمېر سیاسي څېرو په شتون کې سیاسي هوکړه لیک لاسلیک کړ. د دغې هوکړې پر بنسټ عبدالله عبدالله د ملي پخلاینې د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شو چې دغه شورا د سولې په اړه د خبرو د رهبرۍ واک لري.

ولسمشرۍ ماڼۍ  په یوې خبرپاڼه کې ویلي و،« د سیاسي هوکړې پر بنسټ عبدالله عبدالله  د ملي پخلاینې په برخه کې د تشریفاتو او پروتوکولونو په اړه د هېواد په کچه دویم ځای لري.»

 

بین الافغاني خبرې

د امریکا  او طالب چارواکو د سیاسي هوکړې له لاسلیک وروسته د سنبلې په ۲۲  مه د قطر په دوحه کې  د سولې بین لافغاني خبرې اترې پیل شوې، د دغو خبرو لومړي پړاو درې مياشتې دوام وکړ. په دغو درېوو مېاشتو کې دواړو لوريو یوازې د دغو  خبرو  د پیل په څرنګوالي هوکړه وکړه.

د خبرو د څرنګوالي له  هوکړې وروسته، د حکومت  د سولې خبرو پلاوی هېواد ته  راستون شو او د طالبانو استازي پاکستان هېواد ته ستانه شول. تمه ده د سولې بین الافغاني خبرې د روانې مياشتې په ۱۶ بیا پیل شي؛ خو لا جوته نه ده چې د سولې خبرو دویم پړاو کې به پر کومو مسایلو خبرې وشي.

 

۲۰۲۰ کال کې نړۍ کې مهمې سياسي پېښې

د امریکا ټاکنې

امریکا د نړۍ تر ټولو پياوړی هېواد دی او له شک پرته چې په دې هېواد کې سياسي پېښې هم پر نورې نړۍ اغېز کوي. د امريکا په ۲۰۲۰ ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ او جوبايډن يو د بل پر وړاندې جدي رقيبان وو.  د امريکا په تېر ځل ټاکنو کې هيلاري کلنټون د ډونالډ ټرمپ رقيبه وه، که څه هم د کلنټون رايې ډېرې وې خو دا چې د الکټرال کالجونو رايې ټاکونکې وې؛ نو د ټرمپ رايې ډېرې وې او ګټونکی هم اعلان شو.

د امريکا په ۲۰۲۰ ټاکنو کې هم د تېرو ټاکنو په څېر وړاندوينې وې. په دې ټاکنو کې د امريکا ټولو اوسېدونکيو  او د نړۍ هېوادوتو داسې انګېرله چې ټرمپ به ګټونکی وي؛ خو جوبايډن په ستر توپير دغه بريا خپله کړه.

د کارپوهانو په باور، د کرونا په اړه د ټرمپ ناسم سياستونه لامل شول چې نوموړی ټاکنې وبايلي.

 

له اروپايي اتحاديې د برېتانيا وتل

برېتانيا په اروپايي اتحاديه کې له ۴۷ کلونو غړيتوب وروسته رسمأ له يادې اتحاديې ووته. د برېتانيان خلکو  نږدې ۴ کاله وړاندې په يوه رفرنډم کې له ارويايي اتحاديې وتلو لپاره مثبته رايه ورکړه؛ هغه رفرنډم چې پر برګزيټ يې شهرت وموند او د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ مياشتې په ۳۱مه د جمعې په شپه يې په بروکسل کې تحقق وموند.

د جمعې په ماښام د برېتانيا پارلمان مخې ته سلګونه خلک راټول شول تر څو د برګزيټ جشن ونماني.

دوی څو ساعتونو لپاره له وطن سره د مينې سندرې وغږولې او د برګزيټ د ملاتړ لپاره يې نڅاوې وکړې.

 

امنيتي پېښې

  • د هلمند په يوه محلي بازار کې د راکېټي بريد پايله کې ۲۳ ملکيان ووژل شول.
  • د اوکراين د «بويينګ ۷۳۷» الوتکې لوېدل چې له الوتو څو دقیقې وروسته د ايران د امام خميني نړيوال هوايي ډګر کې ولوېده. د خدمو او ټولو مسافرو په ګډون په‌کې ۱۷۶ کسان مړه شول. ايراني چارواکيو څو ورځې وروسته د يادې الوتکې د پرېوتو په اړه وويل چې دا الوتکه د «انساني تېروتنې» له کبله د (SA-15) د توغندیو د دفاع په سیستم ویشتلې چې په روسیه کې جوړ شوی.
  • د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان، کاناډا، انګلستان، اوکراین او سویډن د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین د «PS752» نمبر الوتنې د قربانیانو کورنیو د ملاتړ لپاره د نړیوالې همغږۍ او مسوولیت ډلې غړي په توګه، له ايرانه د يادو قربانيو کورنيو ته د تاوان د ورکړې لپاره د خبرو اترو په اړه د تفاهم یادداښت لاسلیک کړ.
  • د عقرب مياشتې درېيمه ڼېټه کابل کې پر کوثر ښوونيز مرکز ترهګريز بريد کې شاوخوا ۲۴ کسان ووژل شول او ۵۷ نور ټپيان شول چې ډېری يې زده‌کوونکي وو.
  • د عقرب مياشتې په دولسمه نېټه پر کابل پوهنتون بريد کې ۲۲ کسان چې ډېری یې محصلان وو ووژل شول ا و له ۴۰ ډېر نور ټپيان شول.

  • غزني کې د ملي اردو له يوې پوستې سره نږدې موټر بم بريد کې ۳۱ کسان ووژل شول او ۲۴ نور ټپيان شول.
  • د ایران د سپاه پاسداران ځواک د القدس ملېشو مشر قاسم سليماني او په عراق کې د حشدالشعبي مرستيال په يوه هوايي بريد کې ووژل شول.
  • د شارلي ابدو مجلې پر دفتر د بريدونو قضايي دوسيو ته د رسېدنې د بهير او همدارنګه پاریس کې د یهودانو په بازار د جنوري د ۲۰۱۵ بريد په اړه چې په‌کې ۱۷ کسان ووژل شول، پيل شوه.
  • د نوومبر په دوه ویشتمه د اتریش پلازمینې ویانا کې په یوه بريد کې لږترلږه څلور کسان ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.
  • د امريکا او طالبانو ترمنځ له سياسي هوکړې وروسته د سولې بین‌الافغاني خبرې پيل شوې؛ خو په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه په شدت سره لوړه شوه. په وروستيو څو اوونيو کې کابل هره ورځ د چاودنو  شاهد دی او  هره ورځ په کې د مخکښو څېرو په ځانګړي ډول د خبريالانو او مدني فعالانو هدفي وژنې کېږي.

۲۰۲۰ کال په داسې حال کې پای ته رسېږي چې د نړۍ ټول خلک کرونا واکسين ته په تمه دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام