سلام وطندار هغه اسناد تر لاسه کړي چې دې ولايت کې د کووېډ ۱۹ روغتون لپاره توکي او لوازم اخيستل شوي او په کې ۲ ميليونه افغانۍ فساد شوی دی.

د کندوز د سیمه‌يیزې ادارې د تدارکاتو کمېټې له لوري کوم توکي او لوازم اخيستل شوي په شپږو برخو کې دي چې د خوړو توکو برخه، د تعمیراتي لوازمو برخه، د قرطاسیې برخه، د روغتیايي معایناتو برخه، د وسایطو لپاره د روغنیاتو او پرزه‌جاتو برخه او د ظروفو او تجهیزاتو برخه په‌کې شاملېږي.

د دغو ټولو برخو ټولیزه بیه «۴۲۸۵۷۹۰» افغانۍ کېږي؛ په داسې حال کې چې کله مو همدا اقلام د کندوز ښار په هټیو کې بیه کړل د شپږو برخو ټولیزه بیه یې « ۲۳۱۸۷۴۸» افغانیو ته رسېږي چې د بیو توپیر «۱۹۶۷۰۴۲» افغانۍ کېږي. یعنې یوازې په همدې شپږو برخو کې چې اسناد یې موږ ته رارسېدلي ۵۰ سلنه پیسې په‌کې حیف او میل شوې دي.

د اسنادو په لومړۍ برخه کې چې د جوزا میاشت په لومړيو کې بشپړه شوې، د خوړو توکو نوملړ دی چې د کووېډ  ۱۹ روغتونو لپاره اخیستل شوي او ۴۲ قلمه کېږي. د دې برخې د ټولو اقلامو ټولیزه بیه «۹۹۷۷۵۰» افغانۍ کېږي؛ په داسې حال کې چې د همدې ۴۲ قلمه توکيو بیه بازار کې «۷۰۲۱۶۰» افغانۍ ده چې د دواړو بیو ترمنځ توپیر «۲۹۵۵۹۰» افغانۍ کېږي.

د بېلګې په توګه له یو لېټر کمې معدني اوبه یو بوتل یې د تدارکاتو کمېټې په ۳۰ افغانۍ اخیستي دي چې ۵۴۰۰ بوتله یې «۱۶۲۰۰۰» افغانۍ کېږي؛ په داسې حال کې چې د ښار په مارکېټونو کې یو بوتل معدني اوبه په ۱۰ افغانۍ دي او د ۵۴۰۰ بوتلو ټولیزه بیه ۵۴۰۰۰ افغانیو ته رسېږي او د دواړو بیو ترمنځ توپير «۱۰۸۰۰۰» افغانۍ دی.

د کندز ولایت د عامې روغتیا رییس احسان الله فضلي وايي، په دې ولایت کې د کووېډ ۱۹ روغتون د اړتیا وړ د توکيو او لوازمو نوملړ یې د تدارکاتو کمېټې ته وړاندیز کړی او ټوله خریداري د همدې کمېټې په غاړه وه.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، د دې ولایت د کووېډ ۱۹ روغتون ته د ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت توکي او نور لوازم اخیستل شوي دي. مرادي د لارو بندوالی، بازار کې د اړتیا وړ جنسونو نه شتون او له بېړنيو حالاتو سره مخ کېدل هغه لاملونه بولي چې له کبله یې د توکيو بیه لوړه وه.

د نوملړ  دویمه برخه هغه توکي دي چې د مینځلو مایع په‌کې شامل دي او ۳۴ قلمه کېږي، دا برخه ښيي چې تر ۵۰ سلنې ډېر په‌کې فساد شوی دی.

په بازار کې د ۳۴ قلمه توکيو اصلي بیه ۸۰۷۲۹۸ افغانۍ کېږي؛ خو د کندوز د کووېډ ۱۹ د تدارکاتو کمېټې دا جنسونه په ۲۱۱۱۶۴۵ افغانۍ اخیستي دي. په دې برخه  کې یوازې د تجهیزاتو په اخیستو کې ۱۳۰۴۳۴۷ افغانۍ فساد  شوی دی.

د بېلګې په توګه، په اخیستل شویو توکيو کې د یوه بوتل سپينوونکې مایع بیه په بازار کې ۸۰ افغانۍ دی؛ خو حکومت هر بوتل په ۲۳۰ افغانۍ او زر بوتله یې په ۲۳۰۰۰۰ افغانۍ اخیستي دي.

په کندوز کې د مدني ټولنې رییس او له کورونا ویروس سره د مبارزې پروسې د نظارت کمېتې غړی عنایت الله خلیق وايي، په دې بهیر کې رڼښت او راپور ورکوونه اصلا رعایت نه شوه.

خو د کندوز د والي ویاند وايي، د نظارت کمېټې باید هماغه وخت کې د پېر پاڼې مستردې کړې وای چې بیې په کې لوړې ليکل شوې وې.
د نوملړ د درېیمې برخې ټولیز ارزښت چې ۵۵ قلمه توکي په‌کې شامل دي ۵۰۸۹۶۵ افغانۍ دی؛ په داسې حال کې چې په بازار کې د همدې برخې د ټولو اقلامو ټولیز ارزښت ۳۳۹۱۲۰ افغانیو ته رسېږي. د دواړو بیو ترمنځ توپیر ۱۶۹۸۴۵ افغانۍ راځي.

د څلورمې برخې ټولیز ارزښت چې قرطاسیه باب په کې شامل او ۳۳ قلمه دي، ۱۲۸۴۸۰ افغانۍ دی؛ په داسې حال کې چې بازار کې د همدې ۳۳ قلمه توکيو ټولیزه بیه ۷۸۰۲۰ افغانی دی؛ یعنې د دې دواړو بیو ترمنځ توپیر ۵۰۴۶۰ افغانۍ کېږي.

د بېلګې په توګه، په بازار کې د یو بوتل مایع سریښو بیه ۱۰ افغانۍ او شل بوتله یې ۲۰۰ افغانۍ کېږي؛ خو د تدارکاتو کمېټې د هغو یو بوتل په ۵۰ افغانۍ پېرلی چې د ټولو شل بوتلو بیه ۱۰۰۰ افغانۍ کېږي.

د کندوز یو شمېر اوسېدونکي له سیمه‌يیزو چارواکيو په نیوکې سره وايي، د تدارکاتو کمېټې او د کندوز سیمه‌يیزو چارواکيو په کورونايي سختو شرایطو کې له بې‌وزلو او اړمنو خلکو سره هېڅ ډول مرسته ونه کړه.

پنځمه برخه کې د وسایطو روغنیات او پرزې شاملې دي او ۲۰ قلمه توکي کېږي چې د دې توکيو ټولیزه بیه  ۱۵۷۱۵۰ افغانۍ دی؛ په داسې حال کې چې په بازار کې د همدې جنسونو بیه ۱۱۱۵۰۰ افغانۍ کېږي چې د دواړو بیو ترمنځ ۴۵۶۵۰ افغانۍ توپیر لیدل کېږي.

د بېلګې په توګه د تدارکاتو کمېټې له لوري د امبولانس او سوزکي ډوله موټر لپاره د مبلایلو اصلي یو عدد جنین فلټر او اصلي جنین ډیزلي فلټر له ۶۰۰ نه تر ۶۵۰ افغانۍ اخیستل شوی، په داسې حال کې چې بازار کې د دغو ۲ جنسونو ۱ عدد په ۱۰۰ افغانۍ دی او د ۱۰ عددو قیمت یې ۱۰۰۰ افغانۍ کېږي.

 

د اسنادو د شپږمې برخې مجموعي ارزښت چې ۲۳ قلمه توکي په کې شاملېږي او د تدارکاتو کمېټې له لوري د کووېډ ۱۹ روغتون لپاره اخیستل شوي ۳۸۱۸۰۰ افغانۍ کېږي، په داسې حال کې چې بازار کې د همدغو ۲۳ قلمو مجموعي ارزښت ۲۸۰۶۵۰ افغانۍ دی. د دواړو قیمتونو ترمنځ توپیر ۱۰۱۱۵۰ افغانۍ دی.

د مثال په توګه، بازار کې یو ۷منی او ۴منی چویني دېګ هر یو په ۳ زره افغانۍ دی چې ۴ عدده یې ۱۲ زره افغانۍ کېږي؛ خو د تدارکاتو کمېټې هر یو له دغو دېګونو نه په ۶۷۰۰ افغانۍ اخیستی دی.

د کندوز د مدني ټولنې رییس وايي، په وار وار یې دغو خریداریو کې د شفافیت نه موجوديت په اړه اعتراض کړی، خو ځايي ادارې ورته پام نه دی کړی.

نوموړی زياتوي، دغه ولایت کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو لګولو پروسه هم په ټکنۍ توګه مخ ته ځي او محلي حکومت نه دی توانېدلی ۲۰ سلنه دغه پیسې مصرف کړي.

د کندوز د والي ویاند عصت الله مرادي هم مني چې ځينې توکي په لوړه بیه اخیستل شوي دي. نوموړی دې برخه کې د څېړنو له پیلولو خبر ورکوي.

سره له دې چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د موظفو کمېټو پاتې اسنادو ترلاسه کولو لپاره مو د کندوز د والي دفتر مالي او اداري ریاست ته څو ځله مراجعه وکړه، خو دغې ادارې د بېلابېلو پلمو له مخې د سلام‌وطندار راډیو خبریال سره له همکارۍ ډډه وکړه.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام