د کندوز يو شمېر کروندګر په دغه ولايت کې د هندواڼو له ټيټې بيې  څخه شکايت کوي او وايي چې د بهرنيو هېوادونو د هندواڼو د واردولو له امله دغه مېوه په ټيټه بيه پلوري. دوی له حکومت څخه غواړي چې په دغه ولایت کې د هندواڼو بیې کنټرول کړي.

ګل‌خان د کندوز په علي‌اباد ولسوالي کې بزګري کوي. هغه سږ کال پر شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکه باندې  هندواڼه کرلې ده، هغه وایي چې په ډېر زيار او لګښت سره کرنه کوي، خو له بهر څخه د هندواڼو واردات د وطني هندواڼو بازار خراب کړی دی.

د ګل‌خان په وینا، د کندوز په بازارونو کې د یوه کیلو ګرام بهرنۍ هندواڼې بیه ۴۰ افغانۍ ده؛ په داسې حال کې چې اوه کیلو ګرامه وطنۍ هندواڼه خلک په ۴۰ افغانۍ هم نه اخلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي: «کله چې زموږ هندواڼې حاصل ته رسېږي، په ښه بیه نه پلورل کېږي. هغه هندواڼې چې له بهر څخه راځي، یوه کلیوګرام یې په ۴۰ افغانۍ پلورل کېږي، خو یو من وطني هندواڼه څوګ په ۴۰ افغانۍ هم نه اخلي. له دولت څخه غواړو چې دا ټول کنټرول کړي.»

د کندوز دوه تنه بزګران نورمحمد او ابراهیم هم د هندواڼو له ټیټې بیې څخه شکایت کوي او له مسوولانو څخه غواړي چې د ایراني او پاکستاني بې‌کیفیته هندواڼو د واردولو مخه ونیسي.

نور محمد وایي: «د هندواڼو حاصلات ښه دي، د تېرو کلونو په پرتله د بهرنیو هندواڼو واردات سږ کال د وطني هندواڼو بازار خراب کړی، باید د هغه مخه ونیول شي. دولت دې د کرنې برخې ته پام وکړي، د هغو موادو بیه چې استفاده کېږي قیمت دي، کیمیاوي سره قیمته دي، د صادراتو په برخه کې دې پاملرنه وشي، بزارګانو سره دې همکاري وکړي.»

ابراهیم هم وایي: «زموږ هندواڼې ښه دي، خو مناسب بازار نه لري؛ ځکه له ایران څخه هم هندواڼې راځي، هغه په لوړه بیه اخلي او وطني هندواڼې په ارزانه بیه اخلي. زموږ هندواڼې اوس رسېدلي، خو د دې امله چې بازار نه لري، هماغسې پاتې ده.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د کندوز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس وایي چې په دغه ولایت کې د هندواڼو په حاصلاتو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی. هغه وایي چې په دغه ولايت کې د هندواڼو د بازار موندنې لپاره کار کوي.

د کندوز د کرنې رییس په وینا، سږ کال شاوخوا ۳۹۷۷ هکتاره ځکمه د هندواڼې کرلو ته ځانګړې شوې او حاصلات یې شاوخوا ۱۰۳۸۴ مټریک ټُنه اټکل شوې ده. کندوز د هېواد له کرنیزو ولایتونو څخه ګڼل کېږي. د دغه ولایت په حاصل‌خیزو او للمي ځمکو کې د هندواڼو او خټکي حاصلات د نورو ولایتونو په پرتله زیات دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام