د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب طالبانو ته وړاندیز کړی چې د سولې خبرو اترو پاتې پړاوونه په افغانستان کې پر مخ یوسي.

حمدالله محب څو شېبې وړاندې پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، طالبان چې د هېواد دننه هره سیمه وړاندیزوي، دولت یې په اړه نه یوازې ملاحظه نه لري، بلکې د سولې مذاکراتو لپاره د تاسیساتو جوړولو په ګډون به ورته بشپړ چمتووالی ونیسي.

د ملي امنیت سلاکار وړاندې لیکلي، په افغانستان کې د سولې پاتې پړاوونو پر مخ بیول به دغه پروسه د بهرنیو شرایطو پر ځای، د افغاني ټولنې له واقعیتونو اغېزمنه، سرتاسري او تلپاتې کړي.

محب طالبانو ته ډاډ ورکړی چې د یادو خبرو اترو لپاره به ځانګړې امنیتي سیمه جوړه او دا کار به افغان ولس ته د سولې خبرو اترو د مالکیت او څارنې توان ورکړي. هغه لیکلي چې په افغانستان کې د سولې خبرو اترو پر مخ بیول به مرکچیانو ته چانس ورکړي چې له نږدې د خپلو هېوادوالو له کړاوونو او غوښتنو خبر شي او د اضافي لګښتونو مخه به هم ونیسي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار دغه وړاندیز ته مثبت یا منفي ځواب نه دی ورکړی.

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې اترې نږدې درې میاشتې وړاندې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې.

د دواړو لوریو مرکچیانو شاوخوا دوه‌نیمي میاشتې د خبرو اترو پر کړنلارې بحث وکړ چې بالاخره لس ورځې وړاندې یې وروستۍ کړه.

که څه هم د ملي مصالحې شورا رییس عبدالله عبدالله د تېرې سه‌شنبې په ورځ ویلي و چې د چهارشنبې په ورځ به د دواړو لوریو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي، خو تازه داسې راپورونه خپاره شوي چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات ځنډېدلي او تر اوسه یې کومه رسمي غونډه نه ده جوړه کړې.

حکومت داسې مهال طالبانو ته په کور دننه د سولې خبرو اترو د پر مخ بیولو وړاندیز کوي چې له هېواده بهر پر دغې پروسې ځینې شکونه کېږي او په هېواد کې د دغو مذاکراتو پر کولو ټینګار شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام