Asset 1SWN

نیوزیلنډ نن له پاکستان سره څلورمه شل اووره لوبه کوي

سیلسیللل

د نیوزیلنډ او پاکستان کرېکت ملي لوبډلې نن د پاکستان په لاهور کې د پنځو شل اووره سیالیو څلورمه لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن پنج‌شنبه د اپرېل ۲۵مه د لاهور په قذافي کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې لوبلړۍ لومړي سیالي د باران له امله لغوه شوې او شویو دوو لوبو کې پاکستان او نیوزیلنډ بریاوې خپلې کړې دي. روانه لوبلړۍ ۱-۱ مساوي روانه ده.

له دې وړاندې د یادې لوبلړۍ لومړۍ درې لوبې په راولپنډۍ کې وشوې او پاتې دوه لوبې به د پاکستان د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شي.

پاکستان او نیوزیلنډ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې دوه ځلې پاکستان او دوه ځلې نیوزیلنډ بریاوې خپلې کړي چې یوه لوبه د باران له کبله لغوه اعلان شوې.

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډله کې تر ډېره نویو او ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو چانس ورکړل شوی چې تر دې مهاله د پاکستان پر وړاندې ښه لوبېدلې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نیوزیلنډ ډېری لوبغاړی دا مهال د هند کرېکټ غوره لیګ کې لوبېږي. بل‌خوا پاکستان هم دغه لوبلړۍ ته د پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ نویو لوبغاړو ته هم بلنه ورکړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام