Asset 1SWN

د ځوانانو ژوند کې د ورزش د رول کچې ارزونه

97621153_2581835538811040_5851160283803811840_o

د مسلې بیان

ورزش یا سپورټ کول د بدني فعالیت په توګه نه‌یوازې د کار«دندې» لپاره ښه برخه ګڼل کېږي، د انسان سلامتیا کې هم مهمه ونډه لري. ډاکټران د ناروغانو لپاره حتا هغه ناروغان چې درملنه یې، ناشونې ده، د ورزش کولو سپارښتنه کوي.

ښه روغتیا، معیاري بدن او سالم وزن درلودل، د ورزش کولو له ګټو څخه دي. د انسان د روحي او جسمي سلامتیا کې د ورزش اهمیت ته په کتو، اصلي پوښتنه دا ده، هغه ځوانان چې ورزش کوي، سپورټ یا ورزش پر وړاندې یې لیدلوری یا نظر څه ډول دی؟

په دې څېړنه کې د ښځو او نارینه‌وو په ګډون ځوانانو سره مرکې شوي، څو د دوی ژوند کې د ورزش کچه وارزول شي. په همدې دلیل سلام‌وطندار راډیو «سلام افغانستان رسنیز موسسې» له جنسیتي پلوه د ځوانانو سلامتیا او ورزشي وضعیت ارزونې په موخه، په ۲۸ ولایتونو کې سروې کړې.

د څېړنې مخینه

افغانستان کې د ورزشي سیالیو جوړېدل دغه لرغوني هېواد کې اوږده مخینه لري. د انسان سلامتیا لپاره د ورزش اهمیت ته په کتو، دې ته اړتیا وه چې یاده برخه کې پراخې څېړنې وشي، خو د ځوانانو ترمنځ د ورزش په اړه د دوی لیدلوری او دا چې څومره ځوانان ورزش کوي، څېړنه نه‌ده شوې. د همدې لپاره سلام‌وطندار په دې سروې کې۷۵۱ کسان پوښتلي چې دوی ورزش کوي، که نه؟ څو د نمونوي ارزونې په مرسته دا ومومي چې څومره ځوانان ورزش کوي او همداراز د دوی ترمنځ ورزش څومره اهمیت لري.

د څېړنې پوښتنې

  1. د ورزش په تړاو د ځوانانو لیدلوری څه ډول دی؟
  2. د ځوانانو ترمنځ ښځینه ډېرې ورزش کوي، که نارینه؟
  3. څه انګېزې لامل کېږي چې ځوانان ورزش ته مخه کوي؟

د څېړنې اهداف

  1. د ورزش اهمیت ته په پام، د ځوانانو د سلامتیا وضعیت ارزونه؛
  2. د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ د ورزش د اهمیت کچې موندنه؛
  3. د هغو عواملو پېژندنه ده چې لامل کېږي ځوانان ورزش ونه‌کړي؛

د څېړنې نېټه

دغه څېړنه د روان میلادي کال د درېوو میاشتو «د فبرورۍ له څلورمې د اپرېل تر ۲۹مې» په موده کې شوې چې ترلاسه شوي معلومات یې تحلیل او ارزول شوې دي.

د راپور لنډیز

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې «سلام‌وطندار راډیو» د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ځوانانو د نورو فعالیتونو ترڅنګ، د ورزش کچې ارزونې په موخه سروې کړې چې په‌کې ۷۵۱ ځوانانو ګډون کړی دی.

د سلام‌وطندار له‌خوا په دې سروې کې جوته شوې چې د سروې د هرو شپږو ګډونوالو له ډلې یې څلور ګډونوال ورزش کوي.

د سروې د پایلو له مخې، ۴۸۸ ځوانان چې د سروې ۶۵سلنه برخه جوړوي، ویلي، ورزش کوي، خو ۲۶۳ ځوانان چې ۳۵سلنه کېږي، وايي، ورزش نه‌کوي.

په شوې سروې کې د هلکانو او نجونو ترمنځ د ورزشي تمرینونو کچه هم ارزول شوې چې پر بنسټ یې، هلکان د نجونو دوه برابره ورزش کوي.

سروې کې د ګډونوالو ځوانانو چې ویلي یې دي، ورزش کوي، نږدې ۶۲ سلنه یې هلکان او ۳۸سلنه یې نجونې دي.

سروې کې هغه نجونې او هلکان چې ورزش کوي، د دوی د ورزشي تمرینونو لاملونه هم څېړل شوي او ښيي، نجونې د ښکلا او هلکان بیا د پیاوړتیا او ځواکمنتیا لپاره ورزش کوي.

د سروې ۶۶.۴سلنه نجونې چې ورزش کوي، وايي، د ښکلي بدن درلودو لپاره ورزش کوي او ۷۱.۹سلنه هلکانو ویلي چې د ځواکمنتیا او پیاوړي‌کېدو لپاره ورزش کوي.

بشپړ راپور

د سلام‌وطندار له لوري د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ځوانانو ترمنځ د ورزشي تمرینونو د کچې ارزونه په موخه شوې سروې چې په‌کې ۷۵۱ځوانانو ګډون کړی، ښيي چې د دې سروې ۶۵سلنه ګډونوال ورزش کوي، خو ۲۶۳کسان چې ۳۵سلنه کېږي، وايي، ورزش نه‌کوي.

د سروې د موندنو له مخې، ۴۸۸کسان چې ورزش کوي، ۶۵.۷سلنه یې د ځواک‌‌منتیا، ۲۸.۳سلنه یې د ښکلي اندام او ۵.۹سلنه یې هم له دې امله ورزش کوي چې دا یې دنده او کاري برخه ده.

۲۶۳ هغه ځوانان چې ویلي یې دي، ورزش نه‌کوي، ۳۱.۸سلنه یې د ورزش زمینې نه‌برابرېدو له امله، ۲۳.۱سلنه یې د تنبلۍ، ۲۲.۷سلنه یې د دندې بوختیاوو او ۲۲.۴سلنه هم له دې امله چې ورزش سره علاقه نه‌لري او فکر کوي چې پیاوړې او ځواکمن دي، ورزش نه‌کوي.

دغه سروې د کابل په ګډون په ۲۸ ولایتونو کې شوې چې کابل د کډونوالو د ۴۹.۷سلنې په لرلو تر ټولو ډېر او بامیان د ۰.۷سلنې په درلودو، د سروې تر ټولو کمو ګډونوالو سلنه له ځان سره لري.

همداراز د سروې ۳۵.۳سلنه ګډونوال د ۲۰ تر ۲۵کلنو، ۳۳.۸سلنه د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ، ۱۹.۸سلنه د ۲۵ او ۳۰ کلونو او ۱۱.۱سلنه هم د ۳۰ او ۳۵کلونو ترمنځ عمرونه لري.

سروې کې د ګډونوالو ځوانانو د لوړو زده‌کړو کچه هم ارزول شوې چې ۴۶.۷سلنه د لېسانس، ۴۵.۱سلنه زده‌کوونکي یا له دولسم ټوګي فارغ دي او ۲.۹سلنه د ماسټري او ۴.۹سلنه بیا نالوستې دي.

په سروې کې د ګډونوالو ۷۵۱کسانو له ډلې ۵۵.۷سلنه هلکان او ۴۴.۳سلنه بیا نجونې دي.

په شوې سروې کې د نجونو او هلکانو ترمنځ د ورزش کولو کچې او لاملونو په اړه هم څېړنه شوې چې موندل شوې، هلکان د نجونو په پرتله ډېر ورزش کوي، داسې چې د ۴۸۸ ځوانانو له ډلې چې ورزش کوي، ۶۱.۷سلنه یې هلکان او ۳۸.۳سلنه یې نجونې دي.

همداراز ۲۶۳ځوانان چې ورزش نه‌کوي، ډېری یې نجونې دي چې ۵۵.۵سلنه یې نجونې او ۴۴.۵سلنه یې هلکان دي.

سروې کې  د نجونو او هلکانو ترمنځ د ورزشي تمرینونو د لاملونو په اړه هم موندل شوي، هغه ځوانان چې ورزش کوي، ۷۱.۹سلنه یې د ځواک‌منتیا او هغه نجونې چې ورزش کوي، ۶۶.۴سلنه یې د ښکلا لپاره ورزش کوي.

بل‌خوا سروې کې هغه ځوانان چې خپل ورځني ژوند کې ورزش نه‌کوي، د ورزش نه‌کولو لاملونه یې هم ارزول شوي چې له ډلې یې هغه نجونې چې ورزش نه‌کوي، ۶۵.۲سلنه یې، وايي، د ورزش کولو زمینې نه‌برابرېدو له امله له ورزش لرې دي. د هلکانو له ډلې بیا چې ورزش نه‌کوي، ۵۵.۹سلنه یې وايي، د وخت نشتون له کبله ورزش نه‌کوي.

وړاندیزونه

د څېړنې د موندنو پر بنسټ، د سالمې ټولنې لپاره لاندې وړاندیزونه وړاندیز کېږي:

  1. سرپرست حکومت ته وړاندیز کېږي چې ښځو ته په ورزشي کلبونو کې د ورزش زمینه برابره کړي.
  2. د ورزش اهمیت او رواني سلامتیا لپاره د ورزش په تړاو د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ او د رسنیو له لارې تر خلکو ورسول شي.
  3. ورزش ځوانانو ته کاري او حرفوي برخه ده او له همدې کبله حکومت باید ترې ملاتړ وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام