Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل کې نن لکناو له ممبی سره لوبه کوي

4c9f524d-aa8b-4502-97fb-e742eb1fa22a

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن د دغه لیګ په ۶۷مه لوبه کې ممبی انډیینز لوبډله له لکناو سوپر جاینټز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن جمعه، مې ۱۷مه، ۰۶:۳۰ بجې د هند د ممبی په «وانکېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ممبی انډیینز لوبډله چې د ای‌پي‌اېل له سږني لیګ بهر شو، دا مهال د سیالیو جدول په وروستي ځای کې شتون لري. دې لوبډلې له کړیو ۱۳ لوبو څخه یوازې څلور سیالي ګټلي او پاتې ټولې یې بایللې دي. دا لوبډله اوس یوازې اته امتیازه لري.

بل‌خوا لکناو سوپر جاینټز لوبډله چې د سیالیو جدول په اووم ځای کې شتون لري، له کړیو ۱۳ لوبو څخه ۶ ګټلي او اووه یې بایللې دي.

 یاده لوبډله باید نننۍ لوبه کې ممبی ته په لوړ توپیر ماته ورکړي او د چینای او بنګلور لوبه باید په لږ توپیر بنګلور وګټي، څو پلې‌اوف ته لاره پیدا کړي.

چینای سوپر کنګز، ډیلي کپېټلز ۱۴-۱۴ امتیازه او بنګلور او لکناو ۱۲-۱۲ امتیازه لري. که چینای له بنګلور لوبه وګټي، نو پاتې لوبډلې به له پلې‌اوف پاتې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لکناو او ممبی ترمنځ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې لکناو لوبډلې څلور ځلې بریاوې خپلې کړي او ممبی هم یو وار لکناو مات کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام