د امریکا کرېکټ ملي لوبډله د شل اووره سیالیو نړیوال جام د ګروپ پړاو لوبو په ترڅ کې نن ماښام له ایرلنډ سره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه به نن جمعه، جون ۱۴مه د افغانستان پر وخت، ۷ بجې د لاوډرهېل د ټرفګراونډ «سنټرل برووارډ رېشن پارک» لوبغالي کې ترسره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
امریکا په اې ګروپ کې له ایرلنډ، پاکستان، هند او کاناډا لوبډلو سره یوځای ده. یاده لوبډله د سیالیو جدول دویم ځای کې شتون لري. له کړیو درېوو سیالیو یې دوه ګټلي او یوه یې بایللې.
د امریکا کرېکټ ملي لوبډله دې لوبه کې یوازې بریا ته اړتیا لري چې وکولای شي، د یاد نړیوال جام سوپر ۸ یا د اتو غوره لوبدلو پړاو ته لاره پیدا کړي.
که امریکا دې سیالي کې ماته خوري، نو پاکستان ته تر ډېره دا چانس په لاس ورځي چې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره ومومي.
بلخوا ایرلنډ لوبډلې تراوسه روان نړیوال جام کې دوه لوبې کړي چې دواړه یې بایللې دي. یاده لوبډله د سیالیو جدول وروستي ځای کې شتون لري.
د ایرلنډ راتلونکې او وروستۍ لوبه له پاکستان سره ده چې د جون پر ۱۶مه به ترسره شي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن د یادو سیالیو په لړ کې پياېنجي ته ماته ورکړه او د اتو غوره لوبډلو پړاو ته یې لاره پیدا کړه.