د شل اووره سياليو نړيوال جام ګروپ پړاو لوبو په لړ کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پياېنجي ته په اوو وېکټو ماته ورکړه.
افغانستان په دې بريا سره د روان شل اووره نړېوال جام د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته هم لاره پيدا کړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په سي ګروپ کې افغانستان په شپږو نمرو او له وېسټانډيز د غوره رنزرېټ په لرلو د جدول لومړی ځای خپل کړ.
دا په روان نړيوال جام کې د افغانستان درېيمه پرلهپسې بريا وه چې ترلاسه يې کړه. په دغه لوبه کې د افغانستان لپاره په توپوهنه کې ګلبدين نايب ناسوځېدلې ۴۹ منډې جوړې کړې.
د پياېنجي لوبډلې په دغه لوبه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۵ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۹۶ منډو هدف ورکړ چې افغان لوبډلې د درېوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶ اوور کې ترلاسه کړ.
فضل الحق فاروقي هم په توپاچوونه کې درې وېکټې ترلاسه کړې.
افغانستان به د جون په ۱۷مه له وېسټانډيز سره د ګروپ پړاو وروستۍ لوبه وکړي.