Asset 1SWN

د هند کرېکټ غوره لیګ کې نن بنګلور له لکناو سره لوبه کوي

4ef860a5-5561-43ab-aa6d-ff6fbdcab711

د هند کرېکټ غوره لیګ یا «ای‌پي‌اېل» سیالیو په لړ کې نن رویال چلنجرز بنګلور لوبډله له لکناو سوپر جاینټز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن سه‌شنبه، اپرېل دویمه، د هند د بنګلور په «ام‌ چېناسوامې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بنګلور لوبډلې تراوسه په دې لیګ کې درې لوبې کړي چې دوه یې بایللي او یوه یې ګټلې ده. یاده لوبډله د روان ای‌پي‌اېل د سیالیو  د جدول په ۹ ځای کې شتون لري.

بل‌خوا لکناو لوبډلې تراوسه دوه لوبې کړي او په یوې بریا او یوې ماتې سره د جدول په شپږم ځای کې شتون لري.

له ۲۰۲۲کال راهیسې د ای‌پي‌اېل لیګ په پړاونو کې دواړه لوبډلې څلور ځله له یوه بل سره مخ شوي چې لکناو لوبډلې یوازې یو ځل بنګلور  مات کړی دی.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نوین‌الحق هم لکناو سوپر جاینټز لوبډلې سره لوبېږي او نن به له ویرات کوهلي سره مخ وي.

د یاد لیګ په تېر پړاو کې دواړو لوبغاړو د لوبې پرمهال یوه بل سره خبرې تبادله چې د ډېر وخت لپاره د ټولنیزو رسنیو د کارکوونکو او کرېکټ مینه‌والو له غبرګونونو سره مخ شوې.

د افغانستان او هند د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سیالي پرمهال نوین‌الحق او ویرات کوهلي بیا دې ناندریو ته د پای‌ ټکی کېښود او یوه بل ته یې غاړه ورکړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په همدې حال کې د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې راجستان رویالز لوبډلې خپلو بریاوو ته دوام ورکړ او خپله درېیمه پرله‌پسې لوبه یې هم وګټله. یاده لوبډله اوس په درېوو بریاوو سره د جدول په سر کې شتون لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام