Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیکا کې د ۳۰ مټریک ټنه په ظرفیت سړه‌خونه جوړه شوه

۱

د پکتیکا جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ مټریک ټنه په ظرفیت سړه‌خونه جوړه شوه چې شاوخوا ۲۹ زره ډالر لګښت پرې راغلی.

د پکتیکا ولایت مقام نن چهارشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه سړه‌خونه د «هیلټو» موسسې په مالي ملاتړ جوړه شوې چې ۱۳ کروندګر به ترې په مستقیم ډول ګټه واخلي.

دغې سړې خونې ته د سولر ۲۵‌ کيلوواټ په ظرفيت برښنا هم برابره شوې چې د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو کمولو، د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه‌والي او د سیمې د کرنیز سکټور د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

همدارنګه ویل شوي چې دامهال هم په جاني‌خېل او ګومل ولسوالیو کې د شاوخوا ۱.۲ میلیون ډالرو په ارزښت بېلابېلې پرمختیایي او کرنیزې پروژې پلي کيږي چې موخه یې د بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو ساتنه او د خلکو اقتصادي پیاوړتیا ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام