د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته د سفر پرمهال د دغه هېواد ولسمشر شي جینپینګ سره د اقتصاد، انرژۍ او ټرانسپورټ په برخو کې د همکاریو ۲۰ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د راپورونو پراساس، دغه هوکړهلیکونه نن چهارشنبه د پوتین او د شي جینپینګ د لیدنې په لومړۍ ورځ لاسلیک شوي.
همدارنګه دواړو مشرانو د څو قطبي نړۍ او د نړیوالو اړیکو د نوي ډول جوړولو په اړه یوه بیانیه هم تصویب کړه او د لوېدیځ تر واکمنۍ لاندې چوکاټونو څخه لرې، د حکومتي جوړښتونو د ډول بدلون لپار یې ژمنتیا وښوده.
د روسیې ولسمشر ټینګار کړی چې مسکو او بیجینګ یو باثباته دوه اړخیز سوداګریز سیسټم جوړ کړی چې د بهرني فشار او په نړیوالو بازارونو کې له بېثباتۍ څخه خوندي دی.
هغه وویل، په روسي روبل او چیني یوان د سوداګرۍ ترسره کول، اقتصادي همکاریو کې د بهرني نفوذ مخه نیولی شي او په سوداګریزو اړیکو کې اوږدمهاله پایښت تضمینوي.
همدارنګه د روسیې ولسمشر د نړیوالو ترینګلتیاوو په پام کې نیولو سره، د مسکو او بیجینګ ترمنځ نږدې اړیکې مهمې او د نړیوال نظم د توازن ساتونکې بللي.
پوتین تایید کړه چې هېواد یې چمتو دی، پرته له کوم ځنډ چین ته ګاز او نفت ولېږدوي.
نوموړي همدارنګه د ګرځندوی شمېرو ته اشاره وکړه او وې ویل، په ۲۰۲۵ کال کې څه باندې ۲ میلیون روسي وګړو له چین لیدنه کړې او څه باندې یو میلیون چینايي سیلانیانو هم روسیې ته سفر کړی.
دا داسې مهال دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم څو ورځې وړاندې چین ته سفر کړی وو، خو د دواړو لورو د رسنیو پر وړاندې هېڅ کوم رسمي سند لاسلیک نه کړ.