Asset 1SWN

سلام وطندار

له زده‌کړې تر نوښتونو؛ سرپُل کې د یوه ځوان د بریالیتوب کیسه

ځوان

سرپُل ولایت کې یو ځوان د خپلې انګېزې او فردي پوهې پر بنسټ هڅه کړې چې د بېلابېلو سافټویرونو د طرحې او پراختیا له لارې، ټولنې ته د خدمت کولو په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

د سرپُل ولایت د «توغني» کلي اوسېدونکی ۲۸ کلن حسین رحیمي وایي، د اقتصاد په څانګه کې یې زده‌کړې کړ‎ي او په تېرو شاوخوا ۸ کلونو کې یې له ۸ څخه ډېر سافټویرونه او ۳ ډیجیټلي لوبې جوړې کړي، هغه لاره چې له یوې ساده مفکورې پیل شوه او د پرله‌پسې هڅو او ‌زده‌کړې له لارې یې دوام موندلی.

هغه زیاتوي چې د مخابراتي خدمتونو اړوند پروګرامونو، راډیوګانو ته د انلاین لاسرسي اسانتیا او د فرهنګي، ادبي او انګېزشي منځپانګې لرونکو سافټویرونو په څېر، هر سافټویر د یوې ځانګړې اړتیا د پوره کولو لپاره جوړ شوی.

«کله چې مې لیدل خلک د یوې ساده مخابراتي بستې د فعالولو لپاره ساعتونه په نمایندګیو کې انتظار باسي، له ځان سره مې وویل چې باید یو حل پیدا شي. له هماغه ځایه مې انګېزه واخیسته او دې لارې ته داخل شوم. د “موبایل خدماتو” په نوم سافټویر مې جوړ کړ چې د مخابراتي شبکو د خدمتونو اسانه مدیریت برابروي او کاروونکي کولی شي له حضوري تګ راتګ پرته، د اړیکو، پیغام او انټرنېټ بستې فعاله یا وڅېړي.»

رحیمي وایي چې له ټکنالوژۍ سره یې مینه له کوچنیوالي راهیسې پیل شوې او همدې مینې هغه د پروګرام جوړونې، پراختیا او سافټویر جوړولو لوري ته هڅولی.

«تر اوسه مې شاوخوا ۷ یا ۸ اپلېکېشنونه جوړ کړي چې ۴ یې عملي کارونې لري، همدارنګه مې ۵ لوبې هم طرح کړي. زما لومړنی پروګرام “موبایل خدمات” و، چې کاروونکي کولی شي په اسانۍ سره د تماس، پیغام او انټرنېټ بستې فعاله یا غیرفعالې کړي.»

د دې ترڅنګ، هغه د فرهنګي او تفریحي منځپانګې په برخه کې هم فعالیت کړی او بېلابېل سافټویرونه یې طرح کړي.

«زما له مهمو کارونو څخه یو د راډیوګانو لپاره د اپلېکېشنونو جوړول وو. وتوانېدم د ۷ تر ۸ راډیوګانو لپاره اپلېکېشنونه جوړ کړم، څو د هغوی خپرونې له هر ځایه په انلاین بڼه واورېدل شي.»

هغه زیاتوي چې دې کار زمینه برابره کړې څو محلي رسنۍ خپلې خپرونې په پراخه کچه خپرې کړي او کاروونکي هم په اسانۍ سره دې منځپانګې ته لاسرسی ومومي.

«زما ډېری ستونزې هم مادي وې او هم معنوي. نه مې تعلیمي سرچینې درلودې او نه مې د اخیستلو وس درلود. ځینو کسانو د هڅونې پر ځای سپکاوی هم کاوه، خو ما هېڅکله لاس وانخیست.»

رحیمي ټینګار کوي چې دغه ټول مهارتونه یې خپله ‌زده‌کړي او تر اوسه یې له هېڅ بنسټ څخه مالي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.

«زما له لویو موخو څخه یوه دا ده چې افغانستان کې یو انلاین پلورنځی جوړ کړم، د هغو اپلېکېشنونو په څېر چې په نورو هېوادونو کې شته، څو خلک وکولی شي له کوره پېر وکړي او خپلې اړتیاوې پوره کړي. زما پیغام ځوانانو ته دا دی چې خپلې موخې تعقیب کړي، هېڅکله ناهیلي نه شي او پر خپلو هیلو کار وکړي، بالاخره به بریالي شي.»

په همدې حال کې، اقتصادي کارپوه محمد رسول محمدي د اقتصاد په وده کې د نوښتګرو ځوانانو پر مهم رول ټینګار کوي او وایي چې د ځوانانو له‌خوا نوښت کولی شي د نوو بازارونو د رامنځته کېدو او د خدمتونو د کچې د ښه‌والي لامل شي.

«نوښتګر ځوانان د اقتصادي ودې په برخه کې ډېر مهم رول لري، ځکه هغوی د نوو نظرونو او حل‌لارو په وړاندې کولو سره کولی شي نوي بازارونه رامنځته کړي او د خدمتونو کچه لوړه کړي. دا ډول نوښتونه نه یوازې د بېکارۍ په کمېدو کې مرسته کوي، بلکې د ډیجیټلي اقتصاد د ودې او په ټولنه کې د ځان‌بسیاینې زمینه هم برابروي. که دولتي او خصوصي بنسټونه له دې استعدادونو ملاتړ وکړي، دا کولی شي په سترو اقتصادي فرصتونو واوړي او د هېواد په دوامداره پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.»

اخوا، د سرپُل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر فیض‌الله فایز په ټولنه کې د ځوانانو رول مهم بولي او ټینګار کوي چې ځوانان د فعال او اغېزمن قشر په توګه ځانګړی ځای لري.

هغه زیاتوي چې دغه ریاست د ځوانانو د ظرفیت لوړولو لپاره بېلابېل پروګرامونه پيل کړي او هڅه کوي د مسلکي زده‌کړو، تخنیکي مهارتونو او هڅوونکو پروګرامونو له لارې د ځوانانو د ودې او پیاوړتیا زمینه برابره کړي.

«موږ دلته یو روزنیز مرکز لرو چې په کې د فریلانسینګ یا انلاین سوداګرۍ، کمپیوټر، ګرافیک ډیزاین، انګلیسي ژبې او د مهارتونو د لوړولو په برخو کې پروګرامونه او ټولګي لرو چې هره ورځ تدریس کېږي. استادان موظف دي او الحمدلله موږ دا پروګرامونه درلودل چې د ګڼ شمېر ځوانانو فعالیتونه او لاسته‌راوړنې مو راټولې کړې او وزارت ته مو هم لېږلي. موږ له ځوانانو ملاتړ کوو ـ له علمي، تحصیلي او همدارنګه د هڅونې له لارې ـ او هڅه کوو چې د کار او کارموندنې زمینه ورته برابره کړو.»

حسین رحیمي د هغه ځوان نسل یوه بېلګه ده چې له ستونزو سره سره یې د هڅې او نوښت لاره تعقیب کړې او ښوولې چې زیار او دوام کولی شي د امکاناتو تشه ډکه کړي، هغه لاره چې که اړوند بنسټونه یې ملاتړ وکړي، کولی شي د پراخو فرصتونو او د هېواد د ځوانانو لپاره د هیله‌بښونکي راتلونکي سبب شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام