Asset 1SWN

له حوالې تر ډیجیټلي بدلون؛ کندوز کې د یوه ځوان د بریالیتوب کیسه

Abdurahman-Popal-1-r7h5kvcbnvew5nlmfuhlf4sih92qdo7hng0mpbg6fc

عبدالرحمن پوپل له نوښتګر ځوانانو دی چې د معلوماتو ټکنالوژۍ برخه کې یې، مسلکي زده‌کړې کړي او د مالي خدمتونو برښنايي کولو او کارنده اپلېکېشن پراختیا کې اغېزمن ګامونه اخیستې دي.

نوموړي د عرفون او اپلېکېشن سېسټمونو پراختیا شرکت په جوړولو سره، په ځانګړې توګه د حسابدارۍ سېسټم چې له مخې یې، د صرافۍ او  خدماتي کارونو برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته کړی دی.

نوموړي له سلام‌وطندار سره مرکه کې ویلي چې خپل فعالیت یې، د درېوو سافټوېرونو په جوړولو سره پیل کړی دی. د نوموړي لومړنی سافټوېر، د «قاموس سه‌زبانه» په نوم و چې د اختصاصي لغتونو ښوونه لري. همداراز د «کلام کنورسېشن» چې د دري، پښتو او انګلیسي ژبې خبرو لپاره جوړ شوی او د حسابدارۍ اېکزاکټ سېسټم» چې د صرافیو مالي او کاروبارونو مدیریت لپاره جوړ شوی، جوړ کړي دي.

هغه وویل: «ما څو اپلېکېشنونه ډیزاین کړي، خو اوس مهال یوازې درې په پلې‌سټور کې شتون لري؛ قاموس، کلام کنورسېشن او اېکزاکټ سیسټم. قاموس فرهنګ یو درې ژبی قاموس دی چې تاسو ته اجازه درکوي چې د پښتو، دري یا انګلیسي لغت ولټوئ او په دوو نورو ژبو کې یې معنی ترلاسه کړئ. دا اپلیکیشن د مختلفو څانګو زده‌کونکو لپاره خورا ګټور دی او ما پخپله دا د خپلو زده‌کړو په جریان کې ډیر ځله کارولی، کله چې زه په لغت نه پوهېدم.»

عبدالرحمن پوپل همداراز زیاتوي چې د زده‌کړیالۍ پرمهال د کورنۍ له لوري د مالي حوالې ترلاسه کولو لپاره له ستونزو سره مخ وو او په وینا یې، دې تجربې دا انګېزه ورکړه چې د حسابدارۍ سېسټم اپلېکېشن جوړ کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل: «دې د صرافانو، سوداګرو او شرکتونو لپاره یوه لویه اسانتیا رامنځته کړې ده. پخوا، که یوه صراف په لسو دقیقو کې لیږد ترسره کاوه، اوس هغه یوازې په یوه دقیقه کې دا کار کوي، ځکه چې د هغه ټولې معاملې پخوا ثبت شوې وې. که هغه به په یوه یا دوو میاشتو کې د بل صراف یا په نورو ولایتونو کې د بل استازي دفتر سره حسابونه تصفیه کول، اوس هغه کولای شي، د هرې ورځې په پای کې خپل حساب وکړي او هغه کولای شي، هره دقیقه خپل حساب وکړي. پخوا، که هغه خپل دخل کاته چې څومره مو ګټلي، نن موږ څومره اجرا کړل او څومره مو پاتې دي، نن هغه کولی شي په یوه کلیک سره په یوه ثانیه کې وګوري چې د هغه عاید څومره دی او څومره پیسې پاتې دي.»

د عرفون شرکت دا مهال د پراختیا په حال کې دی او په دې اړه نوموړي وویل: «زموږ د راتلونکو پروژو څخه یوه د روغتیا سېسټم دی، کوم چې ډاکټرانو ته اجازه ورکوي چې د ناروغانو نسخې په ډیجیټل ډول ثبت کړي. کله چې ناروغ د دویم ځل لپاره مراجعه کوي، پخوانۍ نسخه په اتوماتيک ډول ثبت کېږي او د لاسرسي وړ ده. درملتونونه کولای شي په اسانۍ سره د درملو لیست، د پای نیټې، او د پلور حجم اداره کړي. د روغتیا سېسټم د لابراتوارونو لپاره هم ګټور دی، دوی ته اجازه ورکوي چې د ناروغانو ازموینې ثبت او تعقیب کړي.»

دې ځوان همداراز پنځوسو نورو کسانو ته هم د کار کولو زمینه برابره کړې ده. نوموړی د کمپیوټر ساینس له زده‌‌کړیالانو غواړي چې همکاري وکړي. «که د اپلېکېشن جوړولو سره لېوالتیا لرئ، زموږ شرکت همکارۍ ته چمتو دی، څو افغانستان کې د ټکنالوژۍ راتلونکې یوځای جوړه کړو.»

د عبدالرحمن پوپل کامیابه تجربه د دې ښکارندوینه کوي چې هڅه او کورنیو ظرفیتونو څخه کار اخیستل کولای شي، ګټور او کارنده اپلېکېشنونه جوړ شي چې د سلګونه سوداګرو او بنسټونو کاري چارې به اسانه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام