Asset 1SWN

سلام وطندار

د بلوچستان بریدونو کې یوه پولیسه او یو شاعر وژل شوی

4712861-1699062050

د بلوچستان په تربت او نوشکي سیمو کې د وسله‌والو بریدونو پرمهال یوه ښځینه پولیسه او د براهوي ژبې یو شاعر په ډزو وژل شوي او یو شمېر کسان ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه ښځینه پولیسه تېره ورځ خپلې کورنۍ سره د بلوچستان تربت ښار ته روانه وه چې وسله‌والو د «اپسر څیړنیز فارم» ته نږدې په نښه کړه.

راپور کې د یوه ځايي پولیس چارواکي په خبره ویل شوي: «ښځینه پولیسه ځای پر ځای مړه شوه ځکه چې هغه په څو مرمیو ووېشتل شوه، د هغې مېړه او ماشوم په ډزو کې ټپیان شول.»

چارواکي وویل: «دا د هدفي وژنې قضیه وه چې پولیس د موضوع په اړه تحقیقات کوي.»

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه برید په کلکه غندلی او ویلي، د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د وژل شویو قربانۍ به بېځایه نه‌ځي.

هغه ویلي: «حکومت هوډ لري چې له هیواده ترهګري په بشپړه توګه له منځه یوسي.»

ورته وخت کې پاکستاني پولیسو ویلي چې د بلوچستان ایالت په «نوشکي» سیمه کې د براهوي ژبې یو استاد او شاعر پروفیسور محمد خان عرف غمخاور حیات هم په ډزو وژل شوی.

بریدګر له پېښې وروسته سمدلاسه تښتېدلي او تراوسه هېڅ کومې ډلې د دواړو پیښو مسؤلیت نه‌دی منلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام