د عصري کرنیزې ماشينرۍ تشه؛ ارزګان کې کروندګر د ملاتړ غوښتنه کوي

ارزګان کې یو شمېر کروندګر وايي، د اقلیمي بدلونونو، پرله‌پسې وچکالۍ او د عصري کرنیزو وسایلو د نشتون له امله د کرنیزو حاصلاتو کچه راکمه شوې او د تولید بهیر جدي ستونزو سره مخ دی.

دوی وویل، د عصري کرنیزې ماشينرۍ برابرول کولی شي د کرنیزو تولیداتو ارزښت لوړ، اقتصادي وضعیت پیاوړی او د خوړو په برخه کې د ځان بسیاینې زمینه برابره کړي.

پنجشېر کې د بیروج کانونو د استخراج چارې پیل شوې

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون وايي، د اقتصادي ځان‌بساينې او ځوانانو ته د کار زمینې برابرولو په موخه د مرکز بازارک اړوند سیمو کې د بیروجو کانونو رسمي استخراج پیل شو.
هغه وویل، عنابه او آبشار ولسوالیو او مرکز بازارک کې د بیروج ۱۰ کانونه تثبیت شوي.

د بلوچستان بریدونو کې یوه پولیسه او یو شاعر وژل شوی

د بلوچستان په تربت او نوشکي سیمو کې د وسله‌والو بریدونو پرمهال یوه ښځینه پولیسه او د براهوي ژبې یو شاعر په ډزو وژل شوي او یو شمېر کسان ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه ښځینه پولیسه تېره ورځ خپلې کورنۍ سره د بلوچستان تربت ښار ته روانه وه چې وسله‌والو د «اپسر څیړنیز فارم» ته نږدې په نښه کړه.