Asset 1SWN

د هند ای‌پي‌اېل لیګ کې نن حیدراباد له ممبی سره لوبه کوي

---------------------------

د هند کرېکټ غوره لیګ «ای‌‌پي‌اېل» کې نن د سنرایزر حیدراباد لوبډله له ممبی انډیینز سره د لوبې ډګر ته ځي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د حیدراباد په اوپال «راجېف ګاندي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دواړو لوبډلو په روان لیګ کې خپله کړې لومړۍ لوبه بایللې ده. حیدراباد لوبډلې کلکتې او ممبی بیا د ګجرات له‌خوا له ماتې سره مخ شوی دی.

د دواړو لوبډلو ترمنځ له ۲۰۲۱ کال راهیسې پنځه شل اووره سیالي شوي چې څلور ځلې ممبی او یوازې یو ځل حیدراباد ممبی ته ماته ورکړې.

دواړو لوبډلو کې دوه افغان لوبغاړي هم د روان لیګ سیالیو لپاره اخیستل شوي دي. محمدنبي د ممبی انډیینز او فضل‌‌الحق فاروقي بیا د سنرایزر له‌خوا لوبېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه چینای سوپر کنګز لوبډلې د راشدخان، ګجرات ټایټنز ته ماته ورکړه. ګجرات ټایټنز لوبډله کې له راشدخان سربېره، عظمت‌الله عمرزی او نوراحمد هم لوبېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام