د سلام‌وطندار د سروې پایلې؛ څه باندې ۶۰سلنه ښځې د غوراوي له حق محرومې دي

په شپږو ولایتونو کې له ۵۳۰ افغان ښځو او نجونو سره د مرکو پر بنسټ، د سلام‌وطندار د سروې موندنې ښيي چې ۶۱،۱ سلنه ښځې او نجونې چې په دې سروې کې یې ګډون کړی، د ژوند په چارو کې د غوراوي حق نه‌لري او ۳۹،۹ سلنې یې بیا ویلي، په ځینو برخو کې د غوراوي حق ورکړل شوی دی.

د دشت‌قلعه اوسېدونکي: د اوبو کمښت د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي یوو

د تخار د دشت‌قلعه ولسوالي د «لایقه‌» کلي یوشمېر اوسېدونکي وايي، د خپلو کرنيزو ځمکو خړوبولو لپاره د اوبو کمښت سره مخ دي.

دوی وایي، د اوبو د کمښت له امله د دې کلي يوشمېر اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي او نورو ولايتونو او یا بهر ته کډه شوي دي.

ای‌او‌اېم: ۲۰۲۳ کې څه‌باندې ۱۰۰۰ افغان کډوال د کډوالۍ پر لارو مړه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې په تېره یوه لسیزه کې څه باندې ۶۳زره کډوال خپل منزل ته له رسېدو وړاندې وژل/مړه شوي او یا هم ورک شوې دي. دغه راپور  چې د روانۍ اوونۍ «سه‌شنبه، مارچ ۲۶مه» خپور شوي، همداراز په‌کې ویل شوي چې یوازې ۲۰۲۳کال کې یو زرو او ۱۸۱ افغان کډوال د ناقانوننه کډوالۍ لاره کې مړه شوي یا ورک شوي دي.

ملګروملتونو د افغانستان لپاره د پنځه میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې

افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما د بشري چارو مرستیال اندریکا راتوت د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره  لیدلي دي.

نوموړي دې لیدنه کې ویلي، یاد سازمان په پام کې لري چې افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د درې میلیارد ډالرو غوښتنې ترڅنګ، د ظرفیت لوړولو برخه کې هم د دوه میلیارد ډالرو غوښتنه وکړي.

بادغیس کې تېرکال د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۷۱کسان نیول شوي

د بادغیس امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېر یوه کال پرمهال د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۷۱ کسان نیول شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېر کال د جنايي جرمونو بېلابېلو ۱۰۶ قضیو ته رسېدنه هم کړې.

روژه او د توکو لوړې بیې؛ د کندهار ښاروالي: لسګونه هټۍ مو وتړلې

وروسته له هغې چې کندهار کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د لوړو بیو له امله د خلکو شکایتونه ډېر شول، د کرنې او ښاروالي مسوولانو هغه هټۍ چې په لوړه بیه یې توکي پلورل، وتړلې. د کندهار اوسېدونکو شکایت کاوه چې روژه کې هټۍ‌وال په لوړه بیه توکي پلوري او هغه غوښه چې په قصابیو کې پلورل کېږي، معلومه نه‌وي چې د کوم څاروي غوښه ده.

د نیالګیو کېڼولو کمپاین؛ پکتیا کې به سږکال ۲۰۰زره نیالګي کېنول شي

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل کړی دی. د چارواکو په وینا، د نیالګیو کینولو دغه کمپاین چې «سه‌شنبه، وري اوومه» د پکتیا پوهنتون په انګړ کې پیل شو، د یاد ولایت نوروځایونو ته به هم وِغځول شي.