Asset 1SWN

ای‌او‌اېم: ۲۰۲۳ کې څه‌باندې ۱۰۰۰ افغان کډوال د کډوالۍ پر لارو مړه شوي

597179

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې په تېره یوه لسیزه کې څه باندې ۶۳زره کډوال خپل منزل ته له رسېدو وړاندې وژل/مړه شوي او یا هم ورک شوې دي.

دغه راپور  چې د روانۍ اوونۍ «سه‌شنبه، مارچ ۲۶مه» خپور شوي، همداراز په‌کې ویل شوي چې یوازې ۲۰۲۳کال کې یو زرو او ۱۸۱ افغان کډوال د ناقانوننه کډوالۍ لاره کې مړه شوي یا ورک شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي دي: «په تېره یوه لسیزه کې لږ تر لږه ۶۳ زره ۲۸۵ کسان له خپلو هېوادونو څخه د مهاجرت پر مهال مړه یا ورک شوي دي. په دې موده کې ۲۸۸۵۴ کسان د مهاجرت پر مهال ورک شوي دي. په مړو یا ورک شویو مهاجرینو کې، له هرو دریو څخه یو یې د افغانستان په څیر د جنګ ځپلو هیوادونو څخه مهاجر وو. په همدې حال کې په وژل شویو کې د ښځو او ماشومانو شمېر هم لوړ دی.»

په همدې حال کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کوي چې د قربانیانو دوه پر درېیمه برخه ناڅرګنده پاتې او د نیمایي څخه ډېرو پېښو کې سازمان نه‌دی توانېدلی چې د کډوالو جنسیت یا عمر مشخص کړي.

بل‌خوا د هغو یو‌شمېر کډوالو د کورنۍ غړي یا خپلوان چې د ناقانونه کډوالۍ په لاره کې مړه شوي او یا ورک شوي، وايي، د دوی د کورنیو د غړیو د کډوالۍ اصلي لامل، تنګسیه او وزګارتیا ده.

د هرات اوسېدونکي عبدالعزیز احمدي سلام‌وطندار ته وویل چې ورور یې له پنځو میاشتو راهیسې ایران ته پر لاره ورک دی. «۲۲کلن ورور مې پنځه میاشتې مخکې ایران ته کډوال شو او تراوسه ترې خبر نشته. خپله یې هم موږ سره اړیکه نه‌ده نیولې. یا غلو نیولی او یا هم مقصد ته رسېدلی، یا وژل شوی، معلوم نه‌ دی. د اقتصادي ستونزو له امله کډوالۍ ته اړ شو.»

د پروان اوسېدونکى بشير چې درې مياشتې وړاندې یې ايران ته له خپلوانو سره کډوالۍ ته مخه کړې وه، پر لاره د وسله‌والو غلو د بريد شاهد و. نوموړی وايي چې دې پېښه کې يې يو ملګری ووژل شو او يو بل ټپي شو.

نوموړي وویل: «درې کسان و ایران ته پر لاره و چې غلو راباندې برید وکړ،  یو کس مو ووژل شو، بل ټپي شو. ښځه او خاوند وو، ښځه ووژل شوه او خاوند یې ټپي شو. اقتصادي وضعیت مو ښه نه‌دی. هغوی هم تازه واده کړی وو.»

د کډوالۍ سازمان ټینګار کوي چې په ۲۰۲۴ کې به په نړیواله کچه د ورک شوي یا مړه شوي کډوالو شمېر زیات شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په دغه راپور کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د لټون او ژغورنې د ظرفیتونو پر زیاتولو، د کډوالۍ خوندي او منظمو لارو د رامنځته کولو، د زیاتو تلفاتو د مخنیوي او د انساني قاچاق د شبکو پر وړاندې د نړیوالې همکارۍ پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام