Asset 1SWN

د کډوالۍ نړیوال سازمان: ۷۰ سلنه افغانان په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي

بی_2کاری-1-qbac12b25uw1vg3cdaan7np4a0w1l11em5r9left6w

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او وزګارتیا په زیاتېدو سره د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM له اندېښنې سره هم‌مهاله د کابل یوشمېر اوسېدونکو چې په تېرو دوو کلونو کې یې دندې له لاسه ورکړي او اوس له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي، سلام‌وطندار ته ویلي چې څو ځله یې د کار موندلو هڅه کړې، خو پیدا کړی یې نه‌دی.

د کابل ښار اوسېدونکی ۳۲ کلن شفیق چې د جمهوري نظام پر مهال د یوه خصوصي ښوونځي ساتونکی و او اوس وزګاره شوی وايي، هره ورځ په کار پسې وځي، خو نه پیدا کېږي. هغه زیاتوي: «کله چې ښوونځی د زده‌کوونکو د کمښت له کبله وتړل شو، زه وزګاره شوم. له ډېرو ستونزو سره مخامخ یم؛ چوک ته د کار لپاره راځم، خو کار نه‌شم پیدا کولای.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل اوسېدونکې مروه هم د اسلامي جمهوریت پر مهال یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکې وه. هغه له خپل ناوړه اقتصادي وضعیت څخه سر ټکوي او وايي، روانو ناخوالو پر اروايي ستونزو اخته کړې ده. نوموړې زیاتوي: «خاوند مې زما له وزګارېدو څو میاشتې وروسته دنده له لاسه ورکړه. ما ډېره هڅه وکړه چې که کوم ځای دنده پیدا کړم، خو ونه توانېدم. اوس مې خاوند کراچۍ چلوي، خو هېڅ یې کار نه کېږي. د شپې او ورځې ډوډۍ په سختۍ مومو او کور هم کرایي دی. ژوند ډېر سخت شوی.»

د کډوالۍ نړیوال سازمان په دې وروستیو کې پر ټویټرپاڼې لیکلي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی او په خبره یې، نږدې ۷۰ سلنه افغانان وزګاره دي او په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

خو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلام‌وطندار ته ویلي چې له پخوا په افغانستان کې بې‌وزلي شته او د دوامداره کاري بوختیاوو او اقتصادي زېرمو او بندیزونو موجودیت لامل شوی چې د بې‌وزلۍ کچه نوره هم لوړه شي.

هغه وايي، د بې‌وزلۍ کمول د دغه وزارت لومړیتوب دی او په تېرو دوو کلونو کې یې د یوشمېر هېوادوالو لپاره بوختیاوې پیدا کړي، خو په خبره یې، بسنه نه کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېع‌الله ابراهیمي وايي چې افغانستان کې د تېرو شاوخوا دوو کلونو پر مهال د بې‌وزلۍ کچه را ټیټه شوې ده. نوموړی زیاتوي چې دغه وزارت په تېرو دوو کلونو کې ۵۳ زره افغانانو او بهرنیانو ته د کار جوازونه ورکړي دي.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ادارې پر وېبپاڼې لیکل شوي چې په ۲۰۲۰ کال کې د بې‌وزلۍ کچه ۴۷،۱ او په دغه کال کې د وزګارتیا کچه هم ۱۸،۶ سلنه وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام