Asset 1SWN

د میدان‌وردګ بڼوال: وروستیو واورو سخت اندېښمن کړي یوو

7ad19a2b-ea2a-4280-9bdb-42c2ccb7e594

د میدان‌وردګ اوسېدونکي وایي چې بېګاه شپه د دغه ولایت په چک، دایمیرداد، بهسودو، جلرېز، نرخ او سیداباد ولسوالیو کې واوره شوې چې دوی یې سخت اندېښمن کړې دي.

د چک ولسوالي یوه بڼوال سباوون سلام‌وطندار ته وویل، وروستۍ واورې دغه ولایت کې بڼوال او کروندګر سخت اندېښمن کړي او ډېری سیمو کې مېوه‌لرونکو ونو د مېوې ګلان کړي چې دغه ګلان  د واورې له امله یخ وهلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وایي، اوس د واورې اورښت بڼوالو او کروندګرو ته د ګټې پر ځای زیان رسوي او زیاتوي چې په تېرو شلو کلونو کې داسې وخت نه‌دی، راغلی چې غويي میاشت کې دې په دغه ولایت کې واوره وشي.

د یاد ولایت والي ویاند وحیدالله سروي هم وايي، د میدان‌وردګ په ډېری ولسوالیو کې واوره شوې او دې بې‌وخته واورې اورښت بڼوال او کروندګر سخت زیانمن کړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې د میدان‌وردګ سربېره په غزني، لوګر او بامیانو ولایتونو کې هم وروستۍ واورې کرنه او بڼوالي زیانمنه کړې.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام