Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې په ۴.۵ میلیونه افغانیو یو چکډېم  جوړېږي

Wordak phots (2)

د میدان‌وردګ د سیندیزې حوزې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت دایمیرداد ولسوالي په «ورانیو» کلي کې د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پيل شوې.

د یاد ولایت د سیندیزې حوزې ریاست ریيس مولوي عبدالصمد حلیم سلام‌وطندار ته وویل، یاد چکډېم د اوبو او برښنا وزارت له لوري د شاوخوا ۴،۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د درې میاشتو په ترڅ کې جوړېږي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، یاد چکډېم ۵۰ متره سور او ۷.۵ متره لوړوالی لري.

هغه همدارنګه زیاته کړه، په پام کې ده د دغه ولایت په یوشمېر نور ولسوالیو کې هم ورته د اوبو ذخیره کولو او سېلابونو مخنیوي په موخه د اوبو چکډېمونه جوړ شي.

 له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د اوبو زېرمې او مدیریت لپاره یو‌شمېر چکډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام