Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې په ازمایښتي ډول 5G خدمات پیل شول

0x0

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د هېواد د مخابراتي پوښښ د پراختیا، لروپرتو سیمو ته د خدماتو د رسولو او د مخابراتي سکتور د لاښه والي لپاره به له خصوصي مخابراتي شرکتونو سره ګډ کار ته دوام ورکړي، څو خلکو ته باکیفیته او پرمختللي خدمات وړاندې شي.

د دغه وزارت وزیر مولوي حمدالله نعماني، دا څرګندونې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له رییس علي‌الله سروري سره په لیدنه کې کړې دي.

په دې لیدنه کې د هېواد د مخابراتي شبکو د پراختیا او د ارتباطي خدماتو د لا ښه کولو پر موضوعاتو خبرې شوې دي. وزیر ټینګار کړی چې مخابرات د هېواد د پرمختګ له اساسي او حیاتي برخو څخه دي او حکومت ژمن دی چې د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره خلکو ته اسانه او باکیفیته خدمات ورسوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ 


همدارنګه په غونډه کې د قانوني چوکاټ د پیاوړتیا او له مخابراتي شرکتونو سره د دوامداره همکارۍ پر اهمیت هم خبرې شوې دي، او څرګنده شوې چې وزارت به د قوانینو په رڼا کې د خصوصي سکتور ملاتړ ته دوام ورکړي.

په ټولیز ډول، د مخابراتو وزارت وایي چې د مخابراتي سکتور پراختیا د هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره مهم رول لري او هڅه کوي چې دا برخه لا پیاوړې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام