Asset 1SWN

سلام وطندار

سوېلي‌ سوډان کې اته میلیونه کسان شدیدې لوږې سره مخ دي

csm_News_33_19_319597ed2c

د ملګروملتونو د وروستي راپور له مخې، په سوېلي سوډان کې نږدې اته میلیونه کسان د شدیدې لوږې له ګواښ سره مخ دي.

په راپور کې ویل شوي چې جګړې او بې‌ځایه کېدو لا دمخه خراب بشري وضعیت نور هم پسې کړکېچن کړی دی. راپور وايي چې شاوخوا ۷.۸ میلیونه کسان چې د هېواد ۵۶سلنه نفوس جوړوي، په راتلونکو میاشتو کې به د خوراکي ناامنۍ له لوړې کچې سره مخ شي.

د خوړو او کرنې سازمان، د خوړو نړیوال پروګرام او یونېسف خبرداری ورکړی چې که بېړني اقدامات ونه‌شي، دا وضعیت به په «نه جبرانېدونکي بشري ناورین» بدل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


راپور ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د شدیدې خوارځواکۍ له امله د کوچنیانو شمېر ۱۰۰زره زیات شوی او اوس ۲.۲ میلیونو ته رسېدلی چې له دې ډلې ۷۰۰زره ماشومان د مرګ له جدي خطر سره مخ دي.

روانې جګړې د تغذیې ډېر خدمات تړلي او د مرستو رسېدل یې محدود کړي دي. اقتصادي بحران، قومي شخړې او اقلیمي بدلونونه هم دا وضعیت لا پسې خراب کړی. شنونکي خبرداری ورکوي چې هېواد ښايي یو ځل بیا پراخې کورنۍ جګړې ته ولاړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام