Asset 1SWN

سوډان کې د واک پر سر جګړه؛ روغتیا نړیوال سازمان: ۴۱۳ کسان وژل شوي

65368786_1005

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې سوډان کې د واک پر سر د دغه هېواد د پوځ او نیمه ملیشه ډلې «RSF» ترمنځ د نښتو په پایله کې تراوسه ۴۱۳ کسان وژل شوي او څه باندې ۳۵۵۰ کسان ټپیان شوي دي.

روغتیا نړیوال سازمان په وژل شویو او ټپیانو کې د ملکیانو د کره شمېرې په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو د سوډان د ډاکټرانو ټولنې ویلي، د روانې جګړې له امله تراوسه ۲۵۰ ملکیان وژل شوي او ۱۴۵۰ ملکي وګړي ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په سوډان کې روغتیايي چارواکو هم ویلي چې د یاد هېواد روغتیايي مرکزونه د وینې، درملو او نورو طبي توکو له کمښت سره مخ شوي دي.

د دوی په وینا، ډېری روغتونونو ته د جګړې له امله زیان رسېدلی او یو‌شمېر یې د امنیتي ګواښونو، د درملو او نورو توکو د نه ورسېدو او وېرې له کبله تړل شوي دي.

د سوډان د پوځ مشر جنرال عبدالفتاح البرهان له یو‌شمېر هېوادونو سره له دغه هېواده د خپلو ډيپلوماټانو او اتباعو د خوندي اېستلو غوښتنه کړې. له یادې غوښتنې وروسته امریکا نن د اپرېل ۲۳مه له سوډانه د خپل سفارت ډيپلوماټان تخلیه کړل.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

فرانسې، هالند او یو‌شمېر نورو هېوادونو هم له سوډان څخه د خپلو ډيپلوماټانو او اتباع د تخلیې لپاره چمتووالی نیولی دی.

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام