Asset 1SWN

د ډنډپټان جګړې پای؛ یو ملکي کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي

316139195_543330393853420_2799848185015665092_n

د پکتیا د حوزوي روغتون رییس ډاکټر نصیراحمد رحماني سلام‌وطندار ته ویلي چې د ډنډپټان ولسوالي اړوند د ډیورنډ پر فرضي کرښې له شوې جګړې یو جسد او یو ټپي دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.

د نوموړي په وینا، پنځه ټپیان د څمکنیو روغتون ته هم وروړل شوي دي. رحماني وايي، وژل شوی کس او ټول ټپیان ملکیان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

تر اوسه روښانه نه‌ده چې پاکستاني لوري ته په دې جګړه کې څومره مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

نن ماسپښین شاوخوا یوه‌نیمه بجه د پکتیا د ډنډپټان ولسوالي اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ا.ا ځواکونو او د پاکستانۍ ملېشو ترمنځ جګړه پیل شوه چې تر شاوخوا نیم ساعت مخکې پورې روانه وه.

د ډنډپټان اوسېدونکي وايي، څو شېبې مخکې دا جګړه درېدلې ده.

بله‌خوا د ډنډپټان یوه اوسېدونکي محمدالدین سلام‌وطندار ته ویلي چې د دې ولسوالي د څلورو کلیو څه باندې ۵۰۰ کورنۍ د دې جګړې له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او څمکنیو ولسوالي ته کډه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیا محلي چارواکو او د ا.ا امنیتي ادارو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ا.ا ځواکونو او پاکستانۍ ملېشو ترمنځ تېره ورځ هم په دې سیمه کې هغه مهال نښته وشوه چې اسلامي امارت غوښتل د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته سړک تېر کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام