د پکتیا د ډنډپټان ولسوالي اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې یو ځل بیا د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستانۍ ملېشو ترمنځ نښته شوې ده.
یوې دولتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته وویل چې د ا.ا ځواکونو او پاکستانۍ ملېشو ترمنځ د نن ماسپښین له شاوخوا یوېنیمې بجې راهیسې جګړه روانه ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پاکستاني لوري د فرضي کرښې دې غاړې ته د ملکي خلکو کورونه هم په نښه کړي چې تر اوسه یې له کبله دوه ملکیان ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د کرښې هغې غاړې ته دوه شیعهګان چې د پاکستانۍ ملېشو په ملاتړ یې جګړه کوله، هم وژل شوي دي.
سرچینه وايي چې دا جګړه ماسپښین یوهنیمه بجه پیل شوې او لا هم روانه ده. د اسلامي امارت امنیتي ادارو او د پکتیا محلي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ا.ا ځواکونو او پاکستانۍ ملېشو ترمنځ تېره ورځ هم په دې سیمه کې هغه مهال نښته وشوه چې اسلامي امارت غوښتل د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته سړک تېر کړي.