Asset 1SWN

مس‌عینک لوبډلې قوش‌تېپې جام کې بُست ته ماته ورکړه

438164997_1010072727785878_3890982926200929576_n

کابل کې د قوش‌تېپې شل اووریز ملي جام روانو سیالیو په ترڅ کې نن سه‌شنبه، غويي ۱۸مه د مس‌عینک زون لوبډلې په اوو وېکټو بُست زون لوبډلې ته ماته ورکړه.

په دغه لوبه کې چې د کابل کرېکټ لوبغالي کې وشوه، بُست لوبډلې لومړۍ توپ‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۲ منډې جوړې کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بُست لپاره په توپ‌هنه کې تر ټولو ډېرې منډې رحمت‌شاه ۵۰ او علي احمد هم ناسوځېدلې ۲۶منډې وکړې. د مس ‌عینک لوبډلې ورکړل شوی هدف د شل اوور په وروستي بال ترلاسه او بُست ته یې په اوو وېکټو ماته ورکړه.

مس عینک لوبډلې د درېوو لوبغاړو په سوځېدو یاد هدف ترلاسه کړ. د دې لوبډلې لپاره په توپ‌وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې محبوب تسکین ۵۸ او افسر ځاځي ناسوځېدلې ۵۵منډې جوړې کړې.

دا په روانو سیالیو کې د مس عینک لوبډلې درېیمه بریا وه چې ترلاسه یې کړه. دې لوبډلې د قوش‌تېپې شل اووریز ملي جام کې تراوسه څلور لوبې کړي او د سیالیو جدول په دویم ځای کې شتون لري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نن ورځې دویمه لوبه کې سپین‌غر زون لوبډله له امو زون لوبډلې سره پر لوبه بوخته ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام