په کابل کې د شپږیزې کرېکټ لیګ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې بُست ساتونکي لوبډله بریالۍ شوه چې سپین‌غر پړانګانو ته ماته ورکړي او په مستقیمه توګه پایلوبې ته لار پیدا کړي.

په دغه لوبه کې لومړۍ بُست ساتونکي توپوهنه وکړه او د لوبډلمشر حشمت‌الله شاهدي د ۶۲ او فرهان زاخېل د ۵۲ منډو په پرمټ یې وکولای شوای چې سپین‌غر پړانګانو ته د ۱۷۷ منډو هدف ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ځواب کې سپین‌غر پړانګانو لوبډلې که څه هم ښه لوبه وکړه، خو ورکړل شوی هدف یې ترلاسه نه کړ او دغه لوبه یې یوازې د ۶ منډو په توپیر وبایلله.

پړانګانو یاده لوبه کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۰ منډې جوړې کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د شپږیزې لیګ په نننۍ دویمه ایلېمېنېتور سیالي کې  میس‌عینک نایډز د کابل بازانو پروړاندې د لوبې ډګر ته وتلي چې د یادې لوبې ګټونکی به په دویمه ایلېمېنېتور کې لوبه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام