د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزنکی عمرګل وايي چې د اسیا کرېکټ جام په روان پړاو کې له پاکستان سره په نننۍ لوبه کې یې د بابر عظم او محمد رضوان لپاره ښه پلان جوړ کړی دی.

عمرګل په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په نننۍ سیالي کې دوی د پاکستان د دوو پیلیزو توپوهونکو لپاره ښه پلان لري او هیله یې وښوده چې افغان لوبغاړي به دغه پلان په سمه توګه پلی کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزنکي له خپلې لوبډلې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې راتلونکې کې پیاوړو لوبډلو ته سر خوږی جوړولی شي.

که څه هم افغان لوبډلې په روان پړاو کې سریلانکا ته خپله لوبه بایللې، خو له دې وړاندې په ګروپ پړاو کې یې ټولې سیالي وګټلې او په ښه دریځ راڅرکند شو.

په ورته مهال د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزنکي د سریلانکا پر واندې لوبې ته په اشارې له لوبغاړو غوښتنه وکړه چې راتلونکو سیالیو ته دې پام وکړي او تېره سیالي دې هېره کړي.

هغه همداراز وویل چې دوی په روان پړاو کې د خپلې خرابې توپ نیولې له امله د سریلانکا پر وړاندې لوبه وبایلله، خو د نوموړي په وینا چې د پاکستان پروړاندې لوبې ته پوره چمتو دي.

عمرګل د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې په اړه هم وویل چې پاکستانۍ لوبډله د نړۍ له پیاوړو لوبډلو څخه ده او پر وړاندې یې لوبه کول ستونزمن کار دی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

هغه لوبډله کې د شاهین شاه نشتون د یادې لوبډلې لپاره یوه ستره تشه بللې، خو وویل چې پاکستان له شاهین پرته هم تکړه تېز توپ اچوونکي لري چې روان کپ کې یې د نوموړي تشه ډکه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام