پاکستان په یوې ویکټې لوبه وګټله

افغانستان د اسیا کپ شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې نن له پاکستان سره مخامخ شو چې د دواړو لوریو ترمنځ تر سختې سیالۍ وروسته پاکستان دا لوبه په یوې ویکټې وګټله.

افغانستان د پاکستان لپاره د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه

افغانستان د اسیا کپ شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې نن له پاکستان سره مخامخ شو.
په دې لوبه کې پچه پاکستان وګټله او افغانستان ته یې د توپ‌وهنې بلنه ورکړه. افغانستان د شل‌ اورونو په لوبولو او شپږو ویکټو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

د پاکې هوا نړیواله ورځ؛ د چاپېریال ساتنې اداره بې‌‌پلانه ده

د پاکې هوا نړیواله ورځ سږکال داسې مهال رارسېږي چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره د دې ورځې د نمانځنې په اړه هېڅ پلان نه‌لري. نن د سپټمبر اوومه د پاکې هوا له نړیوالې ورځې سره برابره ده. ملګرو ملتونو له ککړې هوا سره د مبارزې لپاره د نړیوال اقدام په موخه د سپټمبر اوومه «د شین اسمان لپاره د پاکې هوا نړیوالې ورځ» په نوم نومولې ده.

د ا.ا په رسمیت نه پېژندل؛ متقي: هېوادونو سره رسمي تعامل لرو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې دوی له نورو هېوادونو سره د اړیکو یو  نوی باب پرانېستی دی. نوموړي دغه څرګندونې نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وکړې. متقي دې ناسته کې زیاته کړه چې دوی اوس له ګڼ‌شمېر هېوادونو سره رسمي اړیکې لري.

متقي: د امریکا له‌خوا د افغانستان د هوايي حریم نقض ا.ا ته اخلاقي غوره‌والی ورکړی

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د امریکا له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض اسلامي امارت ته اخلاقي غوره‌والی ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دې ناسته کې له هېوادونو وغوښتل چې پر امریکا فشار راوړي، څو د افغانستان د هوايي حریم له نقض څخه لاس واخلي.

بامیانو کې یو دیني عالم د یوې نجلۍ د تښتولو پرمهال نیول شوی

بامیانو کې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ولایت د یکاولنګ ولسوالي په «سولیج» کلي کې یو دیني عالم د یوې ۱۷کلنې نجلۍ د تښتولو پرمهال د ا.ا د ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط، ویلي چې یاد دیني عالم سیدتقي علوي نومېږي او د دایکندي ولسوالي د سنګ‌تخت او بندر ولسوالي اصلي اوسېدونکی دی.