د اسیا کرېکټ کپ روان پړاو کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د پاکستان له کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان پر وخت ۶:۳۰ بجې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسیا کپ روان څلور غوره پړاو کې افغانستان خپله لومړۍ سیالي سریلانکا ته بایللې، خو پاکستان بیا خپل سر سخت سیال هند مات کړی دی.

که څه هم افغانستان په روان اسیا کپ کې ښې لوبې کړي او تمه ده چې نن د پاکستان پر وړاندې ښه وځلېږي او یاده لوبډله د لومړي ځل لپاره په شل اووره اسیا جام کې له ماتې سره مخ کړي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکي عمرګل هم افغان لوبډله ستایلې او هیله‌مندي یې ښودلې چې افغانستان به نننۍ لوبه کې پاکستان ته ماته ورکړي. بل‌خوا پاکستان بیا په خپلو وروستیو پنځو لوبو کې دوه بایللي او درېوو کې یې بریا خپله کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

افغانستان بیا خپلو وروستیو پنځو شل اووره سیالیو کې درې ګټلي او دوو کې یې ماته خوړلې ده. د افغانستان او پاکستان ترمنځ په شویو دوو شل اووره سیالیو کې پاکستان بریا خپله کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام