Asset 1SWN

کېن ویلیامسن د پاکستان پر وړاندې غبرګه سلیزه ووهله

351696

د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې تکړه توپوهونکي کېن ویلیامسن د پاکستان پر وړاندې لومړۍ ټسټ لوبه کې غبرګه سلیزه «ډبل سنچري» ووهله.

دا په ټسټ لوبو کې د نوموړي پنځمه غبرګه سلیزه وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کېن ویلیامسن په ۳۹۵ توپونو ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د نوموړي په منډو یوه شپږیزه او ۲۱ څلوریزې شاملې وې.

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان د لومړۍ توپوهنې په ځواب کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو ۶۱۲ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې د دویمې توپوهنې بلنه ورکړه.

له کېن ویلیامسن سربېره ټام لېټهم ۱۱۳ او ډېوېډ کانوې ۹۲ منډې جوړې کړې. د پاکستان لپاره په توپ اچوونه کې ابرار احمد پنځه او نعمان علي درې وېکټې ترلاسه کړې.

پاکستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۳۸ منډې جوړې کړې وې. لوبډلمشر بابر اعظم تر ټولو زیاتې ۱۶۱ او اغا سلمان ۱۰۳ منډې وکړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نن د روانې ټسټ لوبې څلورمه ورځ ده او داسې برېښي چې دغه لوبه به په مساوي توګه پای ته ورسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام