Asset 1SWN

ټسټ لوبې؛ اسټرالیا له سوېلي افریقا او پاکستان له نیوزیلنډ سره مخ دی

351588

د ټسټ سیالیو په لړ کې نن د نړۍ څلور لوبډلې د یو بل پر وړاندې پر ټسټ لوبو بوخت دي. اسټرالیا د سوېلي افریقا کوربه دی او پاکستان خپل کور کې له نیوزیلنډ سره پر لوبې بوخت دی.

د سوېلي افریقا او اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دویمې ټسټ لوبې په دویمه ورځ اسټرالیا د ډېوېډ وارنر د دوو سلیزو پر مټ د درېوو لوبغاړو په سوځېدو ۳۸۶ منډې جوړې کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د روانې ټسټ لوبې د دویمې ورځې تر پایه د اسټرالیا لپاره په توپوهنه کې ډېوېډ وارنر ناسوځېدلې ۲۰۰ او سټیف سمېټ ۸۵ منډې جوړې کړې چې ورسره ټراویز هېډ په ۴۸ او الېکس کیري په ۹ منډو ولاړ دي.

سوېلي افریقا لوبډلې په خپله لومړۍ توپوهنه کې یوازې ۱۸۹ منډې جوړې کړې دي. اسټرالیا اوس ۱۹۷ منډې مخکې دی.

ډېوېډ وارنر او کامرون ګرین د توپوهنې پر مهال ټپیان شول او له لوبې ووتل. اسټرالیا په لومړۍ ټسټ لوبه کې سوېلي افریقا ته په شپږو وېکټو ماته ورکړې ده.

له دې لوبې وروسته به دواړه لوبډلې درېیمه ټسټ لوبه هم ترسره کړي. که اسټرالیا دغه لوبه وګټي، نو ورسره به د درېوو ټسټ سیالیو لوبلړۍ هم په خپل نوم کړي.

بل‌خوا د نن ورځې بله نړیواله ټسټ لوبه کې پاکستان له نیوزیلنډ سره پر لوبه بوخت دی او په خپله لومړۍ ټسټ لوبه کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۳۸ منډې جوړې کړې.

دغه ټسټ لوبه چې په کراچۍ ښار کې روانه ده په دویمه ورځ یې پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۳۸ منډې جوړې کړې. د پاکستان لپاره په توپوهنه کې بابر اعظم ۱۶۱ او  اغا سلمان ۱۰۳ منډې جوړې کړې. سرفراز احمد بیا ۸۶ منډې وکړې.

د نیوزیلنډ لپاره په توپ اچوونه کې لوبډلمشر ټېم سووټي په ۲۵.۵ اورونو کې څلور مېډن کړل او د ۶۹ منډو په بدل کې یې درې پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نیوزیلنډ اوس خپله توپوهنه پیل کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام