Asset 1SWN

مجاهد: ا.ا له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي

ARG-222-psycjb84rwihwfplg3vp364gejijjzkm1jwvou6iyw

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد وایي، په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت سرپرست سرداراحمد شکېب له پاکستاني چارواکو سره د خپلو وروستیو لیدنو راپور په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره شریک کړی دی.

د نوموړي په وینا، د افغانستان سفیر د پاکستاني چارواکو پیغام را لېږدولی او پر بنسټ یې اسلام‌اباد له کابل سره د ښو اړیکو ټینګولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ننګونو د حل غوښتونکی دی. د هغه په خبره، پاکستاني چارواکو له اسلامي امارت څخه غوښتي چې اندېښنې یې په پام کې ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ذ.بېح‌الله م.جاهد زیاتوي چې د افغانستان سرپرست حکومت هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو غوښتونکی دی او اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د دواړو هېوادونو چارواکي باید د ستونزو حل لپاره خبرې پیل کړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمود اضطرابي وايي: «دا چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ژورې دي، زه فکر کوم چې دا اړیکې ډېرې ماتېدونکې، لنډمهالې او بېړنۍ دي.»

د سیاسي او نظامي چارو کارپوه عزیز ستانکزی هم وايي چې د افغانستان او پاکستان چارواکي باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د اندېښنو له منځه وړلو لپاره ګډ کار وکړي.

هغه زیاتوي: «غوره ده چې دواړه لوري د اوسنیو سختو مسایلو په اړه تفاهم وکړي او هره موضوع چې په منځ کې وي، په اړه یې خبرې اترې او هوکړه وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې له هغه وروسته زیاتې شوې چې پاکستاني پوځ تېره اوونۍ پر خوست او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه وکړل او اسلامي امارت یې هم په غبرګون کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان امنیتي پوستې په نښه کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام