مجاهد: ا.ا له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد وایي، په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت سرپرست سرداراحمد شکېب له پاکستاني چارواکو سره د خپلو وروستیو لیدنو راپور په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره شریک کړی دی.
د نوموړي په وینا، د افغانستان سفیر د پاکستاني چارواکو پیغام را لېږدولی او پر بنسټ یې اسلام‌اباد له کابل سره د ښو اړیکو ټینګولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ننګونو د حل غوښتونکی دی.

کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر؛ دواړه لوري د سوداګرۍ پر راتلونکې پالیسي خبرې کوي

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت یو پلاوی د ا.ا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په رسمي بلنه د دوشنبې په ورځ کابل ته راغلی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې اجرایوي رییس نقیب‌الله ساپي سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد پلاوی به د ا.ا له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو پر حل او د سوداګرۍ پر راتلونکې پالیسي خبرې اترې وکړي.

لوګر کې ۷۰۰ښوونکو ته د ماشومانو حقونو په اړه څلور ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

 د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د محمداغې، خوښۍ او ازرې ولسوالیو سلګونه ښوونکو او د ښوونځيو د شوراګانو غړیو ته د ماشومانو د حقونو په اړه څلور ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.

روژه او د توکو لوړې بیې؛ د بغلان اوسېدونکي: پر هټیو دې څار ډېر شي

د بغلان یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او وايي، د لومړنیو توکو د پېرلو توان نه‌لري.

د بغلان د مرکز پلخمري ښار اوسېدونکي له چارواکو او هټیوالو غواړي چې د لومړنیو توکو بیې دې راټيټې کړي.

د نورستان «وانټ‌وایګل» کې په لومړي ځل مخابراتي شبکې فعالې شوې

د نورستان په «وانټ‌وایګل» ولسوالي کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه پیل کړل چې د يادې ولسوالي اوسېدونکي ورته خوښ دي.

دوی غوښتنه کوي چې د نورستان ډېری هغه سیمې چې لا هم د مخابراتي شبکو له خدمتونو محرومې دي، مخابراتي شبکې فعالې کړي.

۲۵زره روږدي د روزګان یوازیني ۲۰بستریز روغتون کې درملنې ته په تمه دي

د روزګان مرکز ترینکوټ کې د روږدو د درملنې ۲۰بستریز روغتون مسوولان وايي، دغه ولایت کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر خورا لوړ دی، خو دوی یوازې د ګوتو په شمېر روږدو د درملنې توان لري. دوی شکایت کوي چې امکانات او د روږدو د درملنې ظرفیت یې پر نشت حساب دی، خو ټولنه کې په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمير زيات دی.

د افغانستان بانک سبا «۱۷» میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «سه‌شنبه، وري اوومه» به «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (دو‌شنبه، د وري شپږمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سه‌ شنبه «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي. د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

ای‌پي‌اېل؛ بنګلور نن له پنجاب سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا «ای‌پي‌اېل» سیالیو په لړ کې نن شپه رویال چلنجرز بنګلور لوبډله د پنجاب کنګز لوبډلې کوربه‌ ده.

ټاکل شوې چې یاده لوبه، نن شپه ۶:۳۰ بجې د هند د بنګلورو په «ام‌ چېناساوامې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

پکتیکا کې په ۱۱میلیونه افغانیو د څلور بندونو د جوړېدو چارې پیل شوې

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ګومل فرعې سیندیزې حوزې ریاست له لوري د اوبو څلورو کوچنیو ذخیروي بندونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویل شوي، ياد بندونه په تروې، وازېخوا، خیرکوټ او نکه ولسواليو کې جوړېږي چې په بشپړېدو سره به يې د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شي.