Asset 1SWN

روژه او د توکو لوړې بیې؛ د بغلان اوسېدونکي: پر هټیو دې څار ډېر شي

خوراکي توکي-بغلان

د بغلان یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او وايي، د لومړنیو توکو د پېرلو توان نه‌لري.

د بغلان د مرکز پلخمري ښار اوسېدونکي له چارواکو او هټیوالو غواړي چې د لومړنیو توکو بیې دې راټيټې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه ولایت یو اوسېدونکی رستم سلام‌وطندار ته وايي، دغه ولایت کې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه‌دی او په وینا یې، چارواکي دې د دغه ولایت بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې کنټرول کړي.

هغه وویل: «له حکومت مې غوښتنه دا ده چې کار نشته، د بغلان ښاروالي دې هټۍ‌والو ته پام وکړي چې دا نرخونه لږ راټیټ شي.»

په ورته مهال د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي محمدحسن بیا وویل چې چارواکي کې دې پر هټیو څار ډېر کړي. «د روژې میاشت ده. موږ له مشرانو غواړو چې پر هټۍ‌والو دې څار ډېر کړي او نرخونه دې کنټرول کړي او خلکو سره دې مرسته او همکاري وکړي.»

د بغلان مرکز پلخمري ښار کې یوشمېر هټیوال هم د لومړنیو توکو لوړه بیه تاییدوي، خو وايي، له بهره د لومړنیو خوراکي توکو واردول، د توکو کمښت او د خلکو د تقاضا لوړه کچه په دغه ولایت کې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل شوې.

د پلخمري ښار یوه هټیوال محمدیعقوب سلام‌وطندار ته وویل: «زموږ هېواد تولیدي هېواد نه‌دی، وارداتي دی. معلومه نه‌ده چې دا توکي له مالیزیا راځي، له اندونیزیا راځي که له شوروي، ډالر چې پورته شول، هټۍ‌وال مجبور دي چې توکي په ډالر واخلي او عرضه یې کړي بازار ته، که توکي هم نه‌وی بازار کې ستونزې جوړوي.»

په ورته وخت کې د بغلان د ښاروالي ریاست مسوولان له هټیوالو غواړي چې خوراکي توکي په لوړه بیه ونه ‌پلوري. د بغلان ښاروال عبداللطیف مظلومیار سلام‌وطندار ته وویل: «له روژې درې ورځې وړاندې ټولو برخو ته نرخنامه ورکړل شوې او دې برخه کې یو کمېسیون فعال دی او کار کوي. که څوم په لوړه بیه توکي پلوري، قانوني چلن به ورسره کېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هېواد کې هر کال د روژې میاشتې په رارسېدو سره د لومړنیو توکو بيې لوړېږي او ښاريان د دغو توکو له لوړوالي شکايت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام