Asset 1SWN

بلخ کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو لوړوالی؛ خلک: د پېرلو وسه نه لرو

افزایش-بهای-مواد-اولیه-در-بلخ-ql5693wb0h1sw2agmi98zjshpm4aav6dtg3oc5kpl4

د بلخ د مرکز مزارشریف ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، د روژې په لومړیو ورځو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې د پام وړ لوړې شوي او دوی یې د پېرلو وسه نه لري.

دوی هېواد کې شته بې‌وزلۍ، وزګارتیا او د خلکو کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو د اندېښنې وړ بولي او غوښتنه کوي چې باید بازار کنټرول او څارنه یې وشي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بلخ اوسېدونکی ظریف وايي چې په وروستیو دوو ورځو کې د یوې بوجې اوړو بیه ۱۰۰ افغانۍ، د یوې لس لېټره بوشکې غوړیو ۶۰ افغانۍ او د یو من پیاز او کچلو بیې ۵۰ افغانۍ لوړې شوې دي.

د مزارشریف ښار یو بل اوسېدونکی شریف‌الله بیا ټینګار کوي چې حکومت باید بازار کنټرول او څارنه یې وکړي؛ ځکه په وینا یې، هټۍ‌وال په خپل سر بیې لوړوي او بې‌وزلۍ او وزګارتیا له خلکو د پېرلو وسه اخیستې ده.

هغه زیاتوي: «ډېری خلک وزګاره دي، لوږه خپل اوج ته رسېدلې ده. له سوداګرو او هټۍ‌والو غواړو چې په لوړه بیه یې ونه پلوري. حکومت یې هم باید مخه ونیسي، څو خلک وکولای شي چې د خپلې اړتیا وړ توکي وپېري.»

په همدې حال کې د مزارشریف ښاروالي مسوولان وايي چې د بیو د لوړوالي مخنیوي لپاره یې یو کمېسیون جوړ کړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق وايي: «د نرخونو د کنټرول کمېسیون جدي کار کوي. هر هټۍ‌وال چې په لوړه بیه توکي وپلوري، هټۍ یې مهرولاک کوو او دوه ورځې یې فعالیت بندوو.»

هر کال د روژې په را رسېدو او د خلکو د غوښتنو په زیاتېدو سره په هېواد کې د خوراکي توکو بیې لوړېږي او د هېوادوالو ورځنی ژوند له سختو ستونزو سره مخامخوي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام