د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب‌زاده وايي چې د وکیلانو او خلکو ترمنځ د اړیکو څرنګوالي میکانیزم نشته.

هغه نن په یوه خبري غونډه کې چې د سولې لپاره د ښځو مطالعاتو بنسټ له لوري جوړه شوې وه، وویل چې په ملي شورا کې د وکیلانو او خلکو ترمنځ د منظمو اړیکو او ځانګړي میکانیزم نه موجودیت یوه جدي ستونزه ده.

د هغه په خبره، وکیلان باید د خپلو موکلانو د ستونزو او ننګونو په اړه بشپړ معلومات ولري، خو په افغانستان کې له ټاکنو مخکې د وکیل او خلکو ترمنځ اړیکې ښې دي او له ټاکنو وروسته بیا له منځه ځي.

ایوب‌زاده وايي، د وکیل او موکل ترمنځ د اړیکې نه موجودیت د دې لامل شوی چې وکیلان د ولسي جرګې په عمومي او د کمېسیونونو غونډو کې د خپلو ولایتونو په اړه هېڅ معلومات ونه لري. هغه زیاتوي، داسې وکیلان هم شته چې ده ته د رایې ورکوونکو شمېر په اړه هم نه پوهېږي.

د ولسي جرګې نایب منشي حجت‌الله خردمند که څه هم مني چې د وکیلانو او خلکو ترمنځ د کاغذ پر مخ کوم میکانیزم نشته، خو ټینګار کوي چې وکیل د خلکو له لوري ټاکل شوی او تر ټولو مهمه دنده یې له خلکو سره د اړیکو ټینګښت دی.

بله‌خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا د ملي شورا پر کړنو د څار برخې مسوول حسیب معترف وايي، په افغانستان کې ملي شورا څنډې ته شوې او نظام دېکتاتورۍ خوا ته روان دی. نوموړی وايي، په هېواد کې د قواوو د تفکیک اصل له منځه تللی او هره قوه، په تېره اجراییه هغه هڅه کوي چې نورې مهار کړي.

د سولې لپاره د ښځو مطالعاتو بنسټ مسوولان د ملي شورا په اړه د مشاهدې په اتم راپور کې وايي چې افغان پارلمان د ۱۳۹۸ کال د کب له ۱۷مې د ۱۳۹۹ کال د کب تر څلورمې پورې ۸۱ عمومي غونډې جوړې کړې دي. د دغه بنسټ په وینا، د ملي شورا په عمومي غونډو کې د وکیلانو او سناتورانو ګډون په دې دوره کې د تېرې هغې په پرتله ډېر شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام