یو‌شمېر هغه خبریالان چې افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته پاکستان ته تللي، دغه هېواد کې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو له لوري د دوی د «پناه غوښتنې» کېسونو له ورو بهیر شکایت کوي.  

روح‌الله نوري چې په غږیزو رسنیو کې څو کاله تجربه لري او له تېر یوه کال راهیسې د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته کډوال شوی، وايي چې اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې نامعلوم برخلیک او پاکستان کې یې د ویزې نه تمدیدو ژوند ستونزمن کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «د پناه غوښتنې څخه مې اوږده موده کېږي او له بده‌مرغه چې رسېدن ورته نه‌ده شوې. ما دې موده کې د خبریالانو له هېڅ ملاتړي بنسټ مرسته او کمک نه‌دی ترلاسه کړی.»

نسیمه رونق چې له تېرو لسو کلونو راهیسې په غږیزو او تصویري رسنیو کې پر خبریالۍ بوخته ده او اته میاشتې وړاندې پاکستان ته تللې، وايي چې د پناه غوښتنې کېس ته یې د هېوادونو له‌خوا ځواب نه‌ورکولو اندېښمنه کړې. هغې وویل: «په وار وار انټرنیوز دفتر ته لاړم د کېس لپاره مې ایمیل وکړ، خو تراوسه مې کېس نمبر نه‌دی ترلاسه کړی چې دېر دردونکی دی. نورو هېوادونو ته مې هم غوښتنلیک لېږلی، خو تراوسه یې ځواب نه‌دی راکړی.»

همداراز احسان‌الله حبیب چې دوه کاله وړاندې پاکستان ته تللی، وايي چې د ویزې نه تمدیدېدو ترڅنګ، خراب اقتصادي وضعیت او کېس ته یې د رسېدنې ورو بهیر، اوس ورته پر لویه ستونزه بدله شوې.

دغه خبریالان له هغو هېوادونو چې کډوال مني او د رسنیو ملاتړو بنسټونو هم غوښتنه کوي، څو د خبریالانو وضعیت ته رسېدنه وکړي او کېسونو ته یې د رسېدنې بهیر چټک کړي.

بل‌خوا جلاوطنی د افغان خبریالانو فدراسیون پاکستان کې د افغان خبریالانو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې تاییدوي او وايي چې دغه بنسټ د خبریالانو ستونزو هواري او ویزو تمدید لپاره هڅې کړې دي.

د یادې فدراسیون د فرهنګي کمېتې مسوول محمدجان تمکین وايي چې تېر کال د دوی عدالت غوښتنې پایله ورکړه او وې شوای کولای چې د بې‌پولې خبریالانو سازمان له لارې ۴۰ خبریالانو ته له پاکستان څخه فرانسې او نورو هېوادو ته د تګ زمینه برابره کړي.

هغه وویل: «اوس د ۶۰نورو خبریالانو کېسونه هم تر لاس لاندې دي چې د زمینې په برابرېدو سره به له پاکستانه هغو هېوادونو ته لاړ شي چې دوی ورته د پناه غوښتنه کړې ده.

د تمکین په وینا، هڅه کوي چې په مستقیم او غیرمستقیم اړیکو سره د خبریالانو د کېسونو بهیر چټک کړي او خبریالانو ته د عدالت غوښتنې او لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

سلام‌‌وطندار پر  اېکس هم وڅارئ

پاکستان کې افغان خبریالان داسې مهال له خپل نامعلوم برخلیک او ستونزمن ژوند څخه شکایت کوي چې د دغه هېواد لنډمهالي حکومت له تېرو څو میاشتو راهیسې زرګونه افغانان د قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله افغانستان ته ستانه کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام