د پاکستان د طالبانو تحریک نن سه‌شنبه د تلې ۱۲مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پېښور په متڼو تاڼې سیمه کې یې پرون دوشنبه د پاکستان د پوځ د موټرو پر یوه کاروان برید کړی او د یوه مېلشه په ګډون یې درې پوځیان وژلي دي.

پاکستاني رسنیو په خېبرپښتونخوا کې د پولیسو له قوله بیا راپور ورکړی چې د یوه وسله‌وال برید پرمهال د یوه ملکي کس په ګډون څلور پوځیان وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

رسنیو همداراز ویلي چې له برید وروسته سیمه کې چاڼیز عملیات پیل شوي او د نورو بریدونو ګواښ هم موجود دی. دغه برید داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني نظامیانو بریدونه زیات شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

تازه یوه اوونۍ وړاندې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پاکستان د پوځ د موټرو پر یوه کاروان ځانمرګی برید وشو چې د چارواکو په وینا، ۲۱ پوځیان په‌کې ټپیان شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام