Asset 1SWN

حنا رباني کهر سبا کابل ته راځي

Hana-Rabbani-Kahr-3-pnn8neem40v1rwshtbyq1tninkk3lsddflwd43q2rs

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې حنا رباني کهر په مشري به یو پلاوی سبا سه‌شنبه کابل ته راشي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د راپورونو پر بنسټ، ډیپلوماټیکو سرچینو ویلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق او د دغه هېواد د یوشمېر وزارتونو، په تېره د مالیې وزارت چارواکي به په دغه پلاوي کې د حنا رباني ملتیا کوي.

ویل شوي چې حنا رباني کهر به په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره وګوري. ‎

راپورونه زیاتوي چې دواړه لوري به د دوه‌اړخیزو اړیکو پر اړوندو موضوعاتو، همکاریو او له افغانستان سره پر مرستې خبرې اترې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د معلوماتو له مخې، حنا رباني کهر په لومړي ځل په ۲۰۱۲ کې هغه مهال چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره وه، کابل ته راغلې وه او دلته یې د هغه مهال له ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي و. ‎

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام