وروسته له هغې چې په ټولنیزو رسنیو کې له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو ته د امریکا د پوځي تجهیزاتو او وسایطو د قاچاق په تړاو ویډیو ګانې او تصویرونه خپاره شول، اوس د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي، ګاونډیو هېوادو ته د وسلو او پوځي وسایطو قاچاق تشې اوازې دي او حقیقت نه لري.

دغه وزارت د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ګاونډیو هېوادونو ته د پوځي تجهیزاتو او وسایط قاچاق تشې اوازې بللي او ویلي یې دي چې دغه خبرونه حقیقت نه لري. په خبرپاڼه کې راغلي، «خپور شوي انځورونه او ویډیوګانې د کابل مخکینۍ ادارې پورې اړه لري چې امریکا خپل نظامي وسایط د پاکستان له لارې لېږدول.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د پوځي وسایطو د لېږد هغه انځورونه او ویډیوګانې چې خپرېږي، بهر ته د پوځي وسایطو د قاچاق په اړه دلیل نه‌شي کېدای.

دغه وزارت همداراز ویلي، هېچا ته به دا اجازه ورنه کړي چې حتا له افغانستان څخه «یوه مرمۍ» هم بهر ته ولېږدوي. یاد وزارت ټينګار کړی چې پوځي امکانات ته اسلامي امارت اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو ته د امریکا د پوځي وسایطو د قاچاق تصویرونه او ویډیو ګانې خپرې شوې دي. له دې وړاندې هم داسې رپوټونه خپاره شوې وو چې د اسلامي امارت په راتګ سره له هېواد څخه پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته پوځي تجهیزات او وسایط قاچاقېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام