د سمرقند ناستې ګډه خبرپاڼه؛ افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي

د چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه خبرپاڼه کې چې نن (د وري ۲۵مه، جمعه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر وېب‌سایټ خپره شوې، له اسلامي امارت څخه غوښتل شوي چې د ټولو قومي ډلو، ښځو او ماشومانو د حقونو په ګډون، د افغانانو بنسټیزو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د افغان کډوالو د مرستې لپاره د ۳۴۰ میلیونه ډالرو غوښتنه؛ تراوسه ۵۷‌سلنه راټولې شوې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ ویلي، دغه بنسټ توانېدلی چې په ۲۰۲۲ کال کې افغان کډوالو، بې‌ځایه شویو او بېرته راستنېدونکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره ۳۴۰ میلیونه ډالر راټول کړي.

د چین ولسمشر: باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی

د چین ولسمشر شي‌جین پینګ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې وویل، دغه هېواد کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی. هغه ویلي، بېجينګ د افغانستان حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى لري او دغه هېواد کې د سولې، ثبات او پرمختګ د هڅو ملاتړ ته ژمن دى.

فضل الرحمان: پاکستان د خپلو ناسمو تګلارو له امله سقوط ته نږدې شوی

 د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مشر وايي چې د پاکستان اقتصادي وضعیت ته په کتو ښايي دغه هېواد له اقتصادي پلوه ډېر ژر سقوط وکړي. مولانا فضل الرحمان زیاته کړې چې د حکومت ناسمو تګلارو د دغه هېواد د اقتصاد د غوړولو مخه نیولې او که چېرته دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ډېر ژر به دغه هېواد له اقتصادي اړخه وپاشل شي.

د اوسپنې قاچاق په اړه د صنعت‌کارانو او کاروباریانو اندېښنې

که څه هم د اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د یوه فرمان په ورکولو سره ویلي وو چې له هېواد بهر ته د زړو اوسپنو  لېږد بندی شوی، خو د دې برخې کاروباریان او صنعت‌کاران لا هم پاکستان ته د اوسپنې د قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي. د اوسپنې یو کاروباري وايي، اوس هم د کندهار سپین بولدک له لارې زړې اوسپنې پاکستان ته قاچاقېږي.

کورنیو چارو وزارت: ګاونډیو هېوادو ته د وسلو قاچاق حقیقت نه لري

وروسته له هغې چې په ټولنیزو رسنیو کې له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو ته د امریکا د پوځي تجهیزاتو او وسایطو د لېږد په اړه رپوټونه خپاره شول، اوس د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ګاونډیو هېوادونو ته د وسلو قاچاق تشې اوازې او درواغ بللي.